1 د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو او راته يې وفرمائيل چې،
نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو او وې فرمائيل، ”يرمياه، تا ته څۀ ښکارى؟“ ما ورته ووئيل، ”ما ته د بادام د ونې يوه څانګه ښکارى.“
هغوئ به ستا خلاف وجنګيږى خو کامياب به نۀ شى، ځکه چې زۀ ستا مل يم او زۀ به تا بچ کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
”لاړ شه او د يروشلم خلقو ته دا پېغام ورسوه. ما ته ستاسو د ځوانۍ وفادارى ښۀ ياده ده، چې تاسو به څنګه لکه د ناوې په شان ما سره مينه کوله او تر دې چې په صحرا کښې چې په کښې کله هم څۀ نۀ کېدل بيا هم تاسو ما پسې راروان وئ.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کوم پېغمبر چې خوب ليدلے دے هغه دې بېشکه خپل خوب بيان کړى، خو چې په چا زما کلام نازل شوے دے هغه دې په وفادارۍ سره کلام خلقو ته واوروى. تش بوس د غنمو برابر دى څۀ؟“
مالِک خُدائ يرمياه له پېغام ورکړو،
نو د مالِک خُدائ کلام بيا په ما نازل شو،
هغې له به د انګورو باغونه بيا ورکړم او د مصيبت وادۍ نه به د اُميد دروازه جوړه کړم. هغه به زما هغه شان خبره منى لکه چې په ځوانۍ کښې يې منله، چې کله د مِصر نه راووتله.
په تېره زمانه کښې خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ ته ډېر ځله په مختلفو طريقو د نبيانو په وسيله خبرې وکړې.
ځکه چې يوه پېشګوئې هم کله د بنى آدم په خپله رضا نۀ ده نازله شوې، بلکې بنى آدمو د روحُ القُدس په وجه د خُدائ پاک د طرف نه خبرې کولې.