يرمياه 19:7 - Pakistani Yousafzai Pashto7 په دې ځائ کښې به زۀ د يهوداه او د يروشلم د خلقو ټولې منصوبې تباه کړم. زۀ به هغوئ د هغه دشمن په لاس ووژنم، څوک چې د دوئ وينو ته تږى ناست دى، او زۀ به د دوئ لاشونه د هوا د مارغانو او د ځنګلى ځناورو خوراک کړم. Faic an caibideil |
او کۀ چرې هغوئ ستا نه تپوس وکړى چې مونږ چرته لاړ شُو؟ هغوئ ته ووايه، چې مالِک خُدائ داسې فرمائى، د کومو خلقو په نصيب کښې چې په وبا مړۀ کېدل دى هغوئ دې په وبا مړۀ شى، د چا په نصيب کښې چې په جنګ کښې مړۀ کېدل دى هغوئ دې په جنګ مړۀ شى، د چا په نصيب کښې چې په لوږه مړۀ کېدل دى هغوئ دې په لوږه مړۀ شى، او د چا په نصيب کښې چې جلاوطنى ده هغه دې جلاوطن کړے شى.
مالِک خُدائ فرمائى چې د دې نه وروستو به زۀ صدقياه بادشاه او د هغۀ ټول آفسران او د هغۀ نور خلق کوم چې دې ښار کښې اوسيږى او د وبا، جنګ، او قحط نه ژوندى پاتې شوى وى زۀ به هغوئ نبوکدنضر بادشاه ته او د هغوئ دشمن ته حواله کړم څوک چې د هغوئ ژوند ختمولو پسې ګرځى. هغه به هغوئ په تُوره په بېدردۍ سره مړۀ کړى، او په دوئ باندې به هيڅ قسمه رحم، مينه او نۀ به پرې څۀ زړۀ سواندے ښکاره کړى.“
او د زمکې په مخ به يې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به د هغه چا په وړاندې يعنې د نمر، سپوږمۍ او ستورو مخې ته پراتۀ وى د چا چې هغوئ عبادت کولو، ځکه چې هغوئ د دې څيزونو خِدمت کولو، او دې پسې روان وُو، او دې ته يې سجده کوله. د هغوئ هډُوکى به دوباره په خپلو کښې رايوځائ نۀ شى او نۀ به ښخ کړے شى بلکې د ډيران په شان به پراتۀ وى.