6 نو مالِک خُدائ فرمائى چې خبردار، هغه وخت راروان دے چې خلق به نور دې ځائ ته د ”توفت“ يا بنىهنوم وادى ونۀ وائى، بلکې دا به ”د قتل و غارت د وادۍ“ په نوم مشهوره شى.
ډېره موده مخکښې يو ځائ تيار شوے وو چرته به چې يو لوئ اور د اسور بادشاه سوزوى. د لرګو يو اوچت ډېرے به وى. مالِک خُدائ به د نِهر په شان د سوزېدونکو ګوګړو يوه لمبه پو کړى او دې له به اور ورکړى.
او هغوئ ته ووايه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائيلى دى، زۀ به د دې منګى په شان دا قوم او دا ښار ټوټې ټوټې کړم چې د بيا جوړېدو امکان به يې نۀ وى. په هغه وخت کښې به هغوئ خپل مړى په توفت کښې ښخوى، تر هغې پورې چې د ښخولو نور ځائ پاتې نۀ شى.
او د بنىهنوم وادۍ ته لاړ شه، او د کُلالانو د ماتو لوښو دروازې ته مخامخ هلته هغه پېغام خلقو ته بيان کړه کوم چې زۀ تا له درکوم.
کوم چې د غرۀ جنوبى طرف ته د هنوم وادۍ نه تېر شوے وو چرته چې د يبوسيانو يروشلم ښار وو. سرحد بيا د هنوم وادۍ نمرپرېواتۀ طرف ته پاس غر ته ختلے وو، چې د رفائيم وادۍ شمالى سر سره دے.