14 نو بيا يرمياه د توفت نه راواپس شو، کوم ځائ ته چې مالِک خُدائ هغه د پېغام ورکولو دپاره لېږلے وو. نو بيا هغه د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې ودرېدو او ټولو خلقو ته يې وفرمائيل چې،
بيا يهوسفط د مالِک خُدائ د کور د نوى دربار په مخکښې د يهوداه او يروشلم خلقو په مينځ کښې ودرېدو.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”يرمياه، لاړ شه او د عوامى دروازې په خولۀ کښې ودرېږه په کومه چې د يهوداه بادشاهان ځى راځى او هم داسې د يروشلم په نورو دروازو کښې ودرېږه.
نو بيا يرمياه نبى د يروشلم ټولو اوسېدونکو او د يهوداه ټول قوم ته بيان وکړو او ورته يې وفرمائيل،
مالِک خُدائ هغۀ ته داسې وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې ودرېږه، او هغه خلقو ته اعلان وکړه څوک چې د يهوداه د خوا او شا ښارونو نه د عبادت دپاره راغلى دى. هغوئ ته زما کلام پوره پوره واوروه او يو لفظ هم ترې نه کم نۀ کړې.
بيا يرمياه پېغمبر د اِمامانو او د هغه ټولو خلقو په مخکښې کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې ولاړ وُو حننياه نبى ته داسې جواب ورکړو،
”لاړ شئ، د خُدائ په کور کښې ودرېږئ او خلقو ته د دې نوى ژوندون ټولې خبرې بيان کړئ.“