Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 19:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 زۀ به د يروشلم ټول کورونه، د يهوداه د بادشاهانو شاهى محلونه لکه د توفت په شان پليت وګرځوم، چا چې د خپلو کورونو په چتونو ستورو ته قربانۍ پېش کړې دى، او د څښلو نذرانې يې نورو بُتانو ته پېش کړې دى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 19:13
19 Iomraidhean Croise  

هغوئ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک ټول قانون مات کړو او د ځان دپاره يې د سخو په شکل کښې دوه د سرو زور بُتان جوړ کړل، هغوئ د اشيرې بُت نښه هم جوړه کړه، د ستورو عبادت يې وکړو او د بعل بُت خِدمت يې وکړو.


او هغۀ د هنوم په وادۍ کښې د غېرو قومونو د عبادت ځائ توفت هم ناپاک کړو، نو چې هيڅ څوک خپل زوئ يا لور مولک بُت ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه نۀ شى قربانى کولے.


هغه ټولې قربان‌ګاه چې د يهوداه بادشاهانو د محل په چت باندې د احاز بادشاه د کوټې نه بره جوړې کړې وې نو يوسياه بادشاه هغه راوغورزولې، سره د هغه قربان‌ګاه چې منسى بادشاه د مالِک خُدائ کور په دوو دربارونو کښې اېښې وې، هغۀ قربان‌ګاه ذرې ذرې کړلې او د دې ټُکړې يې د قِدرون په وادۍ کښې واچولې.


يوسياه بادشاه د کاڼو ستنې ټوټې کړې، د اشيرې بُت نښې يې راوغورزولې او چې دا چرته ولاړې وې نو هغه ځائ يې د بنيادمو په هډُوکو باندې پټ کړو.


ستا پاک ځائ ته يې اور واچولو او ختم يې کړو، او ستا د نوم د اوسېدلو ځائ يې سپک او بې‌حرمته کړو.


اے پاکه خُدايه غېر قومونو ستا مُلک قبضه کړے دے، هغوئ ستا د مقدس کور بې‌حرمتى وکړه او هغوئ يروشلم په کنډرو بدل کړے دے.


دا پېغام د رويا د وادۍ د يروشلم په حقله دے. څۀ شوى دى؟ دا ټول خلق ولې د کورونو چتونو ته د خوشحالۍ دپاره خېژى؟


مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به دې ښار او د دې د اوسېدونکو سره هم دغه رنګ وکړم. او د دوئ سره به د توفت په شان پليت سلوک وکړم.


او د دېوال نه اخوا بابليان به راشى او په دې ښار به اور بل کړى. هغوئ به ټول کورونه وسوزوى، چرته چې خلقو زۀ په دې غصه کړم چې د کوټو په چتونو يې بعل ته خوشبويۍ وسوزولې او نورو معبودانو ته يې د څښلو نذرانې پېش کړې.


خو چې د کوم وخت نه مونږ آسمانې مَلِکې ته د خوشبو سوزول او د څښلو نذرانې پېش کولو رسم بند کړے دے نو مونږ سره هيڅ هم نۀ وُو او په جنګ او قحط باندې مړۀ کېدلوُ.“


هغۀ د مالِک خُدائ په عبادتګاه، په شاهى محل او د يروشلم په ټولو کورونو اور ولګولو. هر يو خاص عمارت هغۀ وسوزولو.


ماشومان خشاک راغونډوى، پلاران اور بلوى او ښځې اوړۀ اغږى او ترې نه پېړې جوړوى چې د آسمانې مَلِکې په نامه بُت ته ترې نازکې روټۍ پخې کړى. او هغوئ نورو معبودانو ته د څښلو نذرانې وړاندې کوى، او په خپل دې عمل ما غصه کوى.


او د زمکې په مخ به يې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به د هغه چا په وړاندې يعنې د نمر، سپوږمۍ او ستورو مخې ته پراتۀ وى د چا چې هغوئ عبادت کولو، ځکه چې هغوئ د دې څيزونو خِدمت کولو، او دې پسې روان وُو، او دې ته يې سجده کوله. د هغوئ هډُوکى به دوباره په خپلو کښې رايوځائ نۀ شى او نۀ به ښخ کړے شى بلکې د ډيران په شان به پراتۀ وى.


کله چې هغوئ ما هغه مُلک ته راوستل کوم چې ما د هغوئ سره د ورکولو وعده کړې وه نو هرکله چې به هغوئ اوچتې غونډۍ يا شنې ونې وليدلې، نو بيا به هلته هغوئ خپلې قربانۍ پېش کولې، هغوئ داسې قربانۍ بُتانو ته کولې چې زۀ يې په قهر کړم، او هغوئ هلته خپلې د خوشبويانو قربانۍ، او د څښلو نذرانې پېش کړې.


هغه څوک چې په چتونو د نمر، سپوږمۍ او ستورو عبادت کوى او هغوئ ته سجدې کوى، او په يو وخت کښې مالِک خُدائ ته سجدې کوى او د هغۀ په نوم قسم خورى او هم په هغه وخت کښې د مولک بُت په نوم قسم خورى.


بله ورځ چې هغوئ لا په لاره وُو او ښار ته ورنزدې وُو نو د غرمې په وخت کښې پطروس د دُعا دپاره بره چت ته وختلو.


خو په داسې کولو خُدائ پاک د هغوئ نه نارضا شو او هغوئ يې پرېښودل چې د آسمان د ستورو عبادت وکړى لکه څنګه چې د نبيانو په کِتاب کښې ليکلى دى چې، ”اے بنى اِسرائيلو کله چې تاسو د څلوېښتو کالو دپاره په بيابان کښې وئ نو ما ته مو کله قربانۍ او نذرانې راوړى دى څۀ؟


په داسې آزمېښت کښې مۀ پرېوځئ چې څۀ په آسمان کښې ګورئ چې د هغې عبادت يا خِدمت وکړئ، لکه نمر، سپوږمۍ او ستورى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نورو ټولو خلقو ته دا ورکړى دى چې عبادت يې کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan