نن ما تۀ په قومونو او بادشاهتونو باندې مقرر کړې، او تا ته مې په هغوئ د بېخ نه د راويستلو، او د هغوئ د رانسکورولو، بربادولو او د اخوا غورزولو، او په هغې د نورو د قائمولو او د کَرلو اختيار درکړو.“
کېدے شى چې هغوئ تا ته غوږ ونيسى او هر يو د خپلو بدو لارو نه راواوړى. کومه منصوبه چې ما د هغوئ خلاف جوړه کړې وه، نو بيا به زۀ خپل سوچ بدل کړم او هغه افت به پرې نۀ راولم.
او لکه څنګه چې ما هغوئ د بېخ نه راويستل، او ټوکړې ټوکړې مې کړل، او راومې غورزول، او تباه مې کړل او افتونه مې پرې نازل کړل، نو دغه شان به زۀ هغوئ دوباره آباد او قائم کړم.
کۀ تاسو په دې مُلک کښې پاتې شئ، نو زۀ به تاسو بيا آباد کړم او نۀ به مو خرابوم، زۀ به تاسو وکرم او تاسو به د بېخ نه نۀ وباسم. زۀ ستاسو په هغه افت کوم چې ما په تاسو نازل کړے دے پښېمانه يم.
خو د هغۀ د ښکاره کېدو نه وروستو به د هغۀ بادشاهى ټوکړې ټوکړې شى، او دا به په څلورو حِصو تقسيم شى. دا به د دۀ اولاد ته پاتې نۀ شى، او نۀ به بيا هغه داسې طاقتوره وى لکه څنګه چې اول وه، ځکه د دۀ بادشاهى به د بېخ نه ختمه شى او نورو ته به حواله کړے شى.
ګوره، زۀ قادر مطلق خُدائ د بنى اِسرائيلو ګناهګاره قوم وينم. زۀ به دا د زمکې د مخ نه ختم کړم. خو زۀ به هيڅکله د يعقوب خاندان مکمل نۀ ختموم. مالِک خُدائ فرمائى.