يرمياه 18:23 - Pakistani Yousafzai Pashto23 خو اے مالِکه خُدايه، تۀ د هغوئ په ټولو منصوبو باندې پوهه يې چې زما د وژلو دپاره يې تيارې کړې دى. تۀ د هغوئ جرم مۀ معاف کوه او مۀ د هغوئ ګناه د خپلو سترګو نه اخوا کوه. پرېږده چې هغوئ ستا په وړاندې راوغورزيږى، او په خپل قهر او غضب کښې هغوئ له سزا ورکړه.“ Faic an caibideil |
نو بيا خلقو ووئيل، ”راځئ چې د يرمياه خلاف منصوبه جوړه کړُو. ځکه چې مونږ سره ډېر اِمامان، هوښياران او نبيان شته دے. مونږ ته د هغۀ د شريعت د تعليم، نصيحت او پېشګويۍ ورکولو ضرورت نشته دے. راځئ چې په خولۀ د هغۀ په حقله افواګانې خورې کړُو او په هغۀ اِلزام ولګوو او دوئ چې څۀ هم وائى نور ورته غوږ ونۀ نيسو.“