2 ”لاندې د کُلال کور ته لاړ شه، نو هلته به زۀ تا له خپل پېغام درکړم.“
په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د آموص زوئ يشعياه ته فرمائيلى وُو چې هغه څپلۍ او د ټاټ هغه جامې وباسى کومې چې هغۀ اغوستې وې. نو هغۀ دا حُکم ومنلو او بربنډ او بغېر د څپلو نه روان شو.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د خپل ځان دپاره د کتان لنګ واخله او د ملا نه يې تاؤ کړه خو چې په اوبو کښې درنه لوند نۀ شى.“
مالِک خُدائ ما يرمياه له پېغام راکړو،
نو زۀ هلته د کُلال کور ته لاړم او ما هغه وليدو چې په خپله څرخه يې کار کولو.
کۀ چرې هغوئ زما په حضور کښې ما سره ولاړ وے، نو هغوئ به بيا زما کلام خلقو ته اورولو او هغوئ به يې د خپلو شرارتونو او بدعملونو نه را اړول.“
نو بيا ما ته مالِک خُدائ يوه بله رويا وښودله. په دې کښې ما وليدل چې مالِک خُدائ د يو داسې دېوال په خوا کښې ولاړ وو چې د سال سره جوړ وو او د هغۀ په لاس کښې سال وو.
خو اوس پاڅه او ښار ته لاړ شه او درته به وښودلے شى چې تا ته څۀ کول په کار دى.“
په تېره زمانه کښې خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ ته ډېر ځله په مختلفو طريقو د نبيانو په وسيله خبرې وکړې.