Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 18:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 نو په دې وجه به د هغوئ مُلک په بيابان بدل کړے شى او نورو ته به د خندا ذريعه وګرځى. څوک هم چې په دې لاره تېريږى نو هغوئ به حق حيران شى او د يهوداه په حالت به يې د يرې نه وېښتۀ نيغ ودريږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 18:16
35 Iomraidhean Croise  

دا کور به د کنډر يو ډېرے شى او چې هر څوک هم ورباندې تېريږى نو وبه لړزيږى او حېران به شى. هغوئ به تپوس کوى چې مالِک خُدائ په دې مُلک او کور باندې داسې ولې کړى دى.


نو په دې وجه مالِک خُدائ يهوداه او يروشلم ته غصه دے او چې هغۀ څۀ کړى دى په هغې باندې هر يو کس حېران دے او يرېدلے دے او سپک يې ګڼى. او تاسو ته د دې ډېره ښۀ پته ده.


زۀ د خپلو دشمنانو د خندا شوم، کله چې هم ما ګورى نو خپل سرونه خوځوى.


څوک چې راته ګورى خندا راپورې کوى، دوئ سرونه خوځوى راته سپک ګورى.


تا مونږ نه په قومونو کښې د دوئ د ټوقو ګوډاګى جوړ کړل، او دوئ مونږ پورې خپل سرونه د نفرت په وجه خوځول.


دا د مالِک خُدائ کلام دے چې د هغۀ خلاف يې ووئيلو، صيون لور تا ته سپک ګورى او درپورې خندا کوى، پېغله صيون لور د خندا نه سر خوځوى چې کله تاسو تښتئ.


ما ترې نه تپوس وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، دا به تر کومې پورې وى؟“ هغۀ راته وفرمائيل، ”دا به تر هغې پورې وى چې ښارونه يې تباه او خوشى شى او چې د کورونو نه يې خلق ختم شى او زمکه يې شاړه شى.


زۀ به يروشلم تباه کړم، او د خلقو د خندا به يې کړم. څوک هم چې په دې لار تېريږى نو د هغوئ په تباهۍ به حق حېران شى.


زۀ به د شمال ټول خلق او خپل خدمتګار د بابل بادشاه نبوکدنضر د دې مُلک او په دې کښې د اوسېدونکو خلقو او د خواوشا ټولو قومونو په خلاف د جنګ دپاره راولېږم. زۀ به هغوئ بلکل تباه کړم او هغوئ به د خلقو دپاره د يرې دهشت، ټوقو، او مسخرو يو مثال وګرځوم، او په ابدى کنډرو به يې بدل کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.


زۀ به په هغوئ جنګ، قحط او وبا نازله کړم او د هغوئ پسې به يم، او د دُنيا ټول نور قومونه چې هغوئ ته ګورى نو ورته به د يرې او دهشت مثال وى او چې چرته هم هغوئ خوارۀ کړم نو ټولو خلقو ته به يې د نفرت او سپکاوى باعث وګرځوم.


مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، لکه څنګه چې زما قهر او غضب د يروشلم په خلقو نازل شوے وو، نو کۀ تاسو مِصر ته لاړئ نو زما غضب به په تاسو هم نازل شى. نو ستاسو نوم به د تل دپاره د لعنت، يرې او مسخرې په توګه اخستلے کيږى او خپل مُلک به دوباره ونۀ وينئ.


زۀ به د يهوداه هغه ژوندى پاتې شوى خلق راواخلم هغه څوک چا چې په مِصر کښې په پناه اخستو او اوسېدو زور راوړے وو. زۀ به هغوئ تباه کړم. هغوئ ټول لوئ او واړۀ به په مِصر کښې په جنګ، قحط او وبا باندې مړۀ او تباه کړم. او هغوئ به نورو خلقو ته د تهمت، وحشت، لعنت او حقارت مثال وګرځيږى.


اے موآبه، آيا تا به بنى اِسرائيلو پورې خندا نۀ کوله څۀ؟ آيا ستاسو په خيال هغوئ غلۀ وُو، چې کله به تاسو د هغوئ په حقله خبرې کولې نو په مسخره آميزه توګه به مو خپل سرونه خوځول؟


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ په خپل ذات قسم خورم چې، د بُصره ښار به تباه شى او د خاورو ډېرے به جوړ شى او د ټولو خلقو دپاره به د وحشت، سپکوالى او د لعنت مثال وګرځى، او د هغۀ ټول ښارونه به د تل دپاره تباه او برباد شى.“


ادوم به د خلقو دپاره د يرې مثال وګرځى، او څوک هم چې په دې لار تېريږى د هغوئ د ټولو افتونو پورې به حق حېران شى.


د مالِک خُدائ د غضب په وجه به بيا په کښې څوک نۀ اوسيږى خو بلکل به وران ويجاړ شى. څوک هم چې پرې تېريږى او د بابل تباهى وګورى نو د وحشت نه به حق حېران شى.


بابل نه به د تباهۍ ډېرے جوړ شى، او ګيدړان به په کښې غارونه جوړ کړى. هغه به نورو ته د يرې او مسخرو شى، او څوک به هم په کښې نۀ اوسيږى.


د هغۀ ښارونه به وران او تباه کړى او په اوچه دشته او ميره باندې به بدل شى، هغه به په داسې زمکه باندې بدل شى چې څوک به هم په کښې نۀ اوسيږى، او نۀ به څوک په کښې سفر کوى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به د يروشلم نه د خاورو ډېرے، او د ګيدړانو غار جوړ کړم. او د يهوداه ښارونه به وران او خاموشه کړم، نو هيڅوک به هلته کښې نۀ اوسيږى.


ولې ستاسو دپاره دا هيڅ هم نۀ دى، تاسو ټول څوک چې په لاره تېرېږئ؟ راشئ او وګورئ کۀ چرې زما په شان غم او درد بل چرته وى، کوم چې مالِک خُدائ نازل کړو په هغه ورځ چې هغه په قهر وو.


خلقو ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى د هغه خلقو په حقله څوک چې په يروشلم کښې او د اِسرائيل په مُلک کښې اوسيږى، هغوئ به خپل خوراک په رېږدېدو سره کوى او اوبۀ به په مايوسۍ سره څښى، ځکه چې د دوئ د زمکې نه به هر څۀ چې په کښې دى لوټ شى د هغوئ ټولو د قتل و غارت زياتى په وجه څوک چې په کښې اوسيږى.


د قومونو سوداګرو ستا په حقله په خپلو کښې وائى چې توبه توبه، کله چې هغوئ ستا خراب اَنجام وليدو او تۀ د تل دپاره نيست نابود شوې.“


نو په دې وجه پېشګوئې وکړه او ورته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ هغوئ وران ويجاړ کړې، د هرې خوا نه يې وډبولې او تۀ د نورو مُلکونو او قومونو ملکيت او د خندا او غېبت سبب وګرځېدې،


او زۀ به خپل لاس د هغوئ په خلاف وراوږد کړم او د هغوئ مُلک به د بيابان نه واخله تر دبله پورې خراب او خاموشه کړم چرته چې هغوئ اوسيږى. نو بيا به هغوئ په دې باندې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


زۀ به ستاسو مُلک داسې تباه کړم چې کوم دشمنان دا مُلک ونيسى نو هغوئ به په دې تباهۍ باندې غمژن شى.


اول خو به هغه مُلک خامخا د هغې د خلقو نه خالى کيږى، چې دا د پوره آرام نه ښۀ خوند واخلى او هغوئ ته به زما د قانون او حُکمونو نۀ منلو په وجه پوره سزا مِلاو شى.


تاسو د عُمرى بادشاه خراب قانون او د اخى‌اب د قوم ټول خراب رسمونه اختيار کړى دى. نو په دې وجه به زۀ تاسو بلکل تباه و برباد کړم او نورو خلقو ته به مو د عبرت يو مثال وګرځوم. څوک هم چې تاسو ګورى ستاسو نه به کرکه کوى او درپورې به مسخرې کوى.“


په لارې تېرېدونکو به عيسىٰ ته په چغو کنځل کول او په مسخرو به يې سرونه ورپورې خوځول،


څوک چې په لاره تېرېدل نو هغۀ پورې يې مسخرې کولې او سرونه به يې خوځول او چغې سورې به يې وهلې، ”اوس خپل ځان ته وګوره، تۀ به د خُدائ دا کور ورانوې او بيا به يې په درېو ورځو کښې جوړوې.


نو هغه به په تاسو او ستاسو په اولاد باندې داسې لاعلاجه بيمارۍ او دردناکې وباګانې راولېږى چې هغه به هيڅکله نۀ بنديږى.


پټى به شنډ شى، په زېړو ګوګړو او مالګه به پټ شى، هيڅ څۀ به په دې کښې نۀ شى کَرلے، هغه واښۀ قدرې به هم په کښې نۀ کيږى. ستاسو مُلک به د سدوم او عموره، ادمه او ضبوئيم په شان وى، چې مالِک خُدائ تباه کړى وُو په کوم وخت چې هغه سخت په قهر وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan