Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 18:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 نو اوس زما د طرفه د يهوداه او يروشلم خلقو ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى چې ګورئ، زۀ په تاسو د افت راوستلو تيارے کوم او ستاسو خلاف منصوبه جوړوم. نو هر يو دې د خپلو بدو طريقو نه راواوړى، او هغه څۀ دې کوى کوم چې ښۀ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 18:11
40 Iomraidhean Croise  

راځئ چې لاندې ورشُو او د دوئ ژبې ګډې وډې کړُو نو د يو بل په خبرو به نۀ پوهيږى.“


مالِک خُدائ ستا پېغمبران دې ته جوړ کړى دى چې دروغ ووائى ځکه هغۀ په خپله دا فېصله کړې ده چې په تا تباهى راشى.“


د يهوداه او اِسرائيل د خبردارى دپاره مالِک خُدائ پېغام وړُونکى او نبيان لېږلى وُو چې هغوئ فرمائيل، ”خپل بد عملونه پرېږدئ او زما حُکمونه ومنئ، چې په هغې کښې هغه شريعت شامل دے چې کوم ما ستاسو پلار نيکۀ له ورکړے وو او د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه مې ستاسو په حواله کړے دے.“


”لاړ شئ او د مالِک خُدائ سره، زما او د يهوداه د ټولو خلقو دپاره د دې کِتاب د تعليماتو خبره وکړئ. مالِک خُدائ مونږ ته سخت غصه دے ځکه چې دا کِتاب کومې خبرې کوى نو زمونږ پلار نيکۀ په دې باندې عمل نۀ دے کړے.“


بادشاه ورته ووئيل، ”د اِسرائيل بادشاه له لاړ شه او دا خط هغۀ له يوسه.“ نو نعمان روان شو او د سپينو زرو دېرش زره سيکې، شپږ زره د سرو زرو سيکې او لس جوړه ښې جامې يې يوړې.


نو زۀ به اوس تاسو ته ووايم، چې زۀ به د دې خپل باغ سره څۀ کوم. د دې نه ګېرچاپېره چې کوم باړ دے هغه به ترې نه اخوا کړم، د دې د حِفاظت دېوالونه به راوغورزوم او ځناور به ورپرېږدم چې وې خورى او د پښو لاندې يې کړى.


صادق سړے مړ شى او هيڅ څوک يې پرواه نۀ ساتى. ديانتدار خلق د دُنيا نه اوچت کړے شى، خو هيڅوک پرې نۀ پوهيږى. هيڅوک پرې نۀ پوهيږى چې صادقان د بدۍ نه بچ کېدو دپاره دُنيا نه اوچت کړے شوى دى.


نو د دې دپاره زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې، زۀ به په دوئ هغه افتونه او مصيبتونه راولم چې دوئ به ترې نه تښتېدلے نۀ شى. کۀ څۀ هم چې دوئ ما ته د مدد دپاره وژاړى او چغې ووهى، خو زۀ به يې نۀ اورم.


زۀ د هغه بې‌ګناه ګډُورى په شان وم چې د حلالولو دپاره روان کړے شوے وى او ما ته زما خِلاف د هغوئ د بدو منصوبو عِلم نۀ وو. هغوئ وئيل، ”راځئ چې د مېوې هغه ډکه ونه راوغورزوُو، راځئ چې هغه د ژوندو د دُنيا نه ختم کړُو چې نور د هغۀ نوم د دُنيا نه د تل دپاره ورک شى.“


نو بيا خلقو ووئيل، ”راځئ چې د يرمياه خلاف منصوبه جوړه کړُو. ځکه چې مونږ سره ډېر اِمامان، هوښياران او نبيان شته دے. مونږ ته د هغۀ د شريعت د تعليم، نصيحت او پېشګويۍ ورکولو ضرورت نشته دے. راځئ چې په خولۀ د هغۀ په حقله افواګانې خورې کړُو او په هغۀ اِلزام ولګوو او دوئ چې څۀ هم وائى نور ورته غوږ ونۀ نيسو.“


”مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې زۀ به په دې ښار او د دې نه ګېرچاپېره ښارونو هغه ټول افتونه راولم چې د کومو ما وړاندې ذکر کړے دے، ځکه چې تاسو په سرکشۍ سره زما خبرو اورېدلو ته تيار نۀ يئ.“


مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې هغوئ ته داسې ووايه، اے د يهوداه بادشاهانو او د يروشلم خلقو، مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې زۀ به په دې ځائ دومره سخت افت راولم، او چې څوک يې هم واورى نو د هغۀ غوږونه به وبوګنيږى.


نو بيا يرمياه نبى د يروشلم ټولو اوسېدونکو او د يهوداه ټول قوم ته بيان وکړو او ورته يې وفرمائيل،


هغوئ به تاسو ته فرمائيل چې، تاسو هر يو خپلې خرابې طريقې او هغه بد کارونه پرېږدئ کوم چې تاسو کوئ، نو بيا تاسو په هغه مُلک کښې تر تله پورې اوسېدلے شئ کوم چې ما تاسو او ستاسو پلار نيکۀ له ورکړے دے.


تاسو اوس د خپلو طريقو او اعمالو اصلاح وکړئ او د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک تابعدارى وکړئ. نو بيا به مالِک خُدائ خپل سوچ بدل کړى او د کوم افت د نازلېدو منصوبه يې چې جوړه کړې ده هغه به نۀ نازلوى.


کېدے شى چې هغوئ تا ته غوږ ونيسى او هر يو د خپلو بدو لارو نه راواوړى. کومه منصوبه چې ما د هغوئ خلاف جوړه کړې وه، نو بيا به زۀ خپل سوچ بدل کړم او هغه افت به پرې نۀ راولم.


مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ يو سړے خپله ښځه طلاقه کړى او د هغۀ نه جدا شى او بيا هغه د بل چا سره وادۀ وکړى نو آيا بيا اول خاوند ته د دې سره د دوباره وادۀ کولو اجازت شته څۀ؟ بلکل نه، ولې چې په داسې کولو به ټوله زمکه پوره پليته نۀ شى څۀ؟ خو اے اِسرائيله لکه څنګه چې يوه زناکاره ښځه په ډېرو سړو پسې ګرځى دغه شان تاسو په ډېرو بُتانو پسې وګرځېدئ نو اوس تاسو غواړئ چې ما ته دوباره راشئ څۀ؟


اے بې‌وفا بچو ما ته راواپس شئ زۀ به ستاسو بې‌وفائى له شفا درکړم. اے مالِکه خُدايه، مونږ به تا ته راواپس کيږُو ځکه چې تۀ مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې.


ما تاسو ته بار بار خپل نبيان درولېږل. هغوئ تاسو ته وفرمائيل چې، په تاسو کښې دې هر يو د خپلو بدو کارونو نه واوړى او ښۀ کارونه دې کوى، او مۀ تاسو د نورو معبودانو پيروى کوئ او مۀ يې خِدمت کوئ. نو بيا به تاسو په هغه زمکه کښې اوسېږئ کومه چې ما ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړې ده. خو تاسو زما خبرو ته توجو ورنۀ کړه او نۀ مو غوږ ونيولو.


شايد چې د يهوداه خلق د هغه ټولو افتونو په حقله واورى کوم چې زما په هغوئ د راوستلو نيت دے، نو کۀ هر يو د خپلې بدعملۍ نه راوګرځى نو بيا به زۀ د هغوئ ګناهونه او بدعملونه معاف کړم.“


شايد چې هغوئ مالِک خُدائ ته عرض او مِنت زارى وکړى او ټول د خپلو بدو لارو نه راوګرځى، ځکه چې د مالِک خُدائ قهر او غضب ډېر لوئ دے کوم چې يې د دې خلقو خلاف اعلان کړے دے.“


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، کۀ چرې تاسو واپس ما له راتلل غواړئ نو ما له واپس راشئ. کۀ چرې تاسو خپل پليت بُتان زما د نظر نه اخوا کړئ او نور نۀ ګمراه کېږئ،


اے يروشلمه، خپل زړۀ د ګناه او شرارت نه ووينځه، نو دغه شان به تۀ خلاصون حاصل کړئ. ترڅو پورې به تۀ په خپل زړۀ کښې د ګناه سوچونه کوې؟


ما په زمکه باندې نظر واچولو زمکه خالى وه او هيڅ په کښې نۀ وُو، او چې آسمان ته مې وکتل نو هلته هم رڼا نۀ وه.


د صيون طرف ته د تېښتې دپاره جنډا اوچته کړئ او په منډه محفوظ ځائ ته وتښتئ. ځکه چې زۀ د شمال د خوا نه افت او سخته تباهى راولم.


خپل غشى تېرۀ کړئ، او خپل ډالونه راوچت کړئ، مالِک خُدائ دا مادى بادشاهان راوچت کړى دى، چې د بابل خلاف پېش قدمى وکړى او هغه تباه کړى. دا د هغۀ انتقام اخستل دى د هغه چا نه چا چې د هغۀ کور پليت کړے دے.


مالِک خُدائ ربُ الافواج چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے فرمائى چې د خپل چال چلن او سلوک اصلاح وکړئ، نو بيا به زۀ تاسو ته په دې زمکه د اوسېدو دپاره موقع درکړم.


تاسو د خپلو دروغو په وجه صادقان بې‌زړۀ کړل اګر چې ما هغوئ ته هيڅ قسم تکليف نۀ دے ورکړے، او تاسو ګناهګارانو ته ډاډ ورکوئ چې د خپلو بدو لارو نه راونۀ ګرځى او د هغوئ ژوند بچ نۀ شى،


مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، ولې تاسو دا سوچ کوئ چې زۀ د شريرانو په هلاکت خوشحالېږم؟ بلکل نه، زۀ غواړم چې هغه د خپلو خرابو لارو نه واوړى او ژوندے پاتې شى.


خو پرېږدئ چې ټول خلق او ځناور د ټاټ جامې واغوندى. او هر يو په راستۍ سره د زړۀ له کومې خُدائ پاک ته دُعا وکړى، او هر يو د خپلې بدعملۍ نه واوړى او ظلم زياتے پرېږدى.


نو په دې وجه مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ د دې قوم خلاف د تباهۍ منصوبه جوړوم، د دې نه به تاسو ځان خلاص نۀ کړئ. تاسو به نور په غرور کښې نۀ ګرځئ، ځکه چې دا به د افت وخت وى.


نو په دې وجه خلقو ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې ما ته راواپس شئ، او زۀ به تاسو ته راواپس شم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


زۀ د ټولو نه اول د دمشق اوسېدونکو ته راغلم او بيا يروشلم ته لاړم او د يهوديه ټولې علاقې او غېر‌يهوديانو ته مې هم دا اعلان وکړو چې دوئ دې توبه ګار شى او خُدائ پاک ته دې رجوع وکړى. او داسې عملونه دې وکړى چې د دوئ توبه ترې ښکاره شى.


په تاسو کښې څوک چې دا وائى چې، ”مونږ به نن يا سبا فلانکى ښار ته لاړ شُو او هلته به يو کال تېر کړُو او په تجارت کښې به ګټه وکړُو،“


اے مالدارو واورئ، تاسو په خپلو هغه مصيبتونو چې راتلونکى دى، ژړا او فرياد وکړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan