9 د انسان زړۀ د هر څۀ نه زيات دوکه مار وى، او د شرارت نه ډک وى. څوک پرې هم نۀ پوهيږى.
چې کله مالِک خُدائ وکتل چې هر يو کس په دُنيا کښې بدعمله وو او هر وخت د دوئ خيالونه بد وُو،
د قربانۍ په خوشبو مالِک خُدائ رضا شو او خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”د بنى آدم د عمل په وجه به بيا زۀ هيڅکله زمکه نۀ لعنتى کوم، ما ته پته ده چې د ماشوموالى نه د دوئ خيالونه خراب وى. بيا به ټول مخلوق تباه نۀ کړم، لکه چې دا ځل مې تباه کړى دى.
هغۀ وليکل، ”اورِياه په وړومبى صف کښې ودروه، چرته چې جنګ ډېر سخت دے، هغه يواځې پرېږده چې ووژلے شى.“
ګوره، زۀ د ازل نه بدعمله يم، د مور د ګېډې نه زۀ بلکل ګناه ګار يم.
خو خُدائ پاک به دوئ په غشو باندې ولى، او ناګهانه به دوئ زخمى کړى.
څوک چې په خپل ځان يقين کوى نو هغه کم عقل دے، خو څوک چې په هوښيارتيا سره قدم اوچتوى نو دے به بچ پاتې شى.
دا يو ډېر لوئ مصيبت دے چې په مخ د زمکې کيږى، د هر ژوندى هم يو قِسمت دے يعنې مرګ. د دې نه علاوه، د ټولو خلقو زړونه د بد کارۍ نۀ ډک دى او د ژوندون په دوران کښې د هغوئ په زړونو کښې بېوقوفتوب وى او بيا دوئ مړۀ شى.
تاسو خپله سرکشى ولې نۀ پرېږدئ؟ تاسو غواړئ چې نوره سزا هم درته مِلاو شى؟ ستاسو سرونه په زخمونو باندې پټ دى او ستاسو زړونه بيمار دى.
د سر نه واخله تر پښو پورې ستاسو په بدن کښې يو ځائ هم روغ نشته. تاسو ټول ټکېدلى يئ، زخمى يئ او تغمې درباندې ولاړې دى. نۀ ستاسو زخمونه صفا کړے شوى دى، او نۀ ورباندې مرهم پټۍ شوې ده.
د هغوئ زړونه سخت کړه، د هغوئ غوږونه کاڼۀ کړه او د هغوئ سترګې ړندې کړه، داسې نۀ وى چې هغوئ په خپلو سترګو وګورى او په خپلو غوږُونو واورى او خپلو زړونو کښې پوهه شى او زما طرف ته شفا دپاره راتاو شى.“
خو تاسو د خپل پلار نيکۀ نه هم زيات بد سلوک وکړو. ګوره چې څنګه تاسو هر يو زما د پيروى په ځائ د خپلو سرکشه او بدکاره زړونو خواهشاتو ته غوږ ونيولو.
خو هغوئ زما دا حکم ونۀ منلو او زما کلام ته يې غوږ ونۀ نيولو، بلکې د خپل سرکشه زړۀ خواهشونه يې ومنل نو په دې باندې هغوئ د ښۀ کېدو په ځائ نور هم خراب شول.
ځکه چې د دې اُمت زړونه سخت شوى دى، غوږونه يې کاڼۀ شوى او سترګې يې پټې شوې دى. ګنې د هغوئ سترګو خو به ليدل، د هغوئ غوږونو به اورېدل او د هغوئ زړونه به پوهېدل، او بيا به هغوئ واپس راګرځېدلى وے او ما به روغ کړى وے.“
ځکه چې ټول وران خيالونه، لکه قتل، زنا، حرامکارى، غلا، د دروغو ګواهى او غېبت د زړۀ نه راوځى.
چې عيسىٰ دا خبره واورېدله نو دوئ ته يې وفرمائيل چې، ”روغو خلقو ته د طبيب حاجت نۀ وى خو بيمارانو ته يې وى. زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې صادقانو له دعوت ورکړم بلکې ګناهګارانو له.“
اګر کۀ هغوئ خُدائ پاک پېژندلو، خو بيا هم د خُدائ پاک د احترام کولو نه يې اِنکار کولو او ناشُکره وُو، بلکې د هغوئ ټول خيالات باطل شول او د هغوئ بېاحساسه زړونه په تيارۀ کښې وُو.
خو هم د دې حُکم په وسيله ګناه ته داسې موقع په لاس ورغله او زۀ يې دوکه کړم او د دې په وسيله يې مړ کړم.
نو خپل زوړ د ګناه فطرت او پخوانۍ د ژوند تېرولو طريقې پرېږدئ کوم چې په دوکه او شهوت پرستۍ خرابې شوې وې.
نو وروڼو او خوېندو، خبردار شئ، په تاسو کښې دې د چا داسې بد او بېايمانه زړۀ نۀ وى چې د ژوندى خُدائ پاک نه واوړى.