Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 17:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 هغوئ د هغه ونو په شان دى چې د لختى په غاړه کَرلے شوې وى او جرړې يې اوبو ته رسېدلې وى. نو کله چې د ګرمۍ موسم راشى نو يره يې نۀ وى، د هغوئ پاڼې هر وخت شنې وى. او په خُشک سالۍ کښې يې څۀ پرېشانى نۀ وى، نو کله هم بې‌مېوې نۀ پاتې کيږى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 17:8
12 Iomraidhean Croise  

زۀ د داسې ونې په شان وم چې جرړې يې اوبو ته رسېدلې وى او څانګې يې ټوله شپه په پرخه لامدې وى.


منکر کسان داسې ښکارى چې په نمر کښې رازرغون وى، او د دې څانګې په باغ کښې خورې ورې وى.


نو هغه به د داسې ونې په مثال وى، کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى، مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى پاڼې يې تل شنې وى او په ‎ژوندون کښې کاميابه وى.


څوک چې په خپل دولت باندې اعتبار کوى نو هغه به پرېوځى، خو صادقان به د شنو پاڼو په شان تازه وى.


نو زۀ به همېشه ستاسو لارښودنه کوم او په اوچ بيابان کښې به هم ستاسو حاجتونه پوره کوم. او زۀ به ستاسو وجود مضبوط کړم. تاسو به د يو داسې باغ په شان يئ چې ډېرې تېرې اوبۀ لرى، د هغه چينې په شان چې هيڅکله نۀ اوچيږى.


څوک چې په صيون کښې ماتم کوى نو هغوئ له به د ايرو په ځائ ښائسته تاج ورکړم، او د غم په ځائ به خوشحالى ورکړم، او د پرېشانۍ په ځائ به حمد‌و‌ثناء ورکړم. هغوئ به په خپل صداقت کښې د څېړۍ د داسې ونو په شان وى چې مالِک خُدائ په خپله د خپل جلال دپاره کَرلى وى.


ځکه چې تا په ما باور وکړو، زۀ به ستا ژوند تا ته درکړم. زۀ به تا بچ کړم او محفوظ به دې وساتم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“


تاسو د تکړه اسور په شان يئ، کوم چې يو وخت د لبنان د دِيار د ونې په شان وو، چې څانګې يې ښائسته وې او په ټول ځنګل يې سورے خور وو، او لوړوالے يې وريځو ته رسېدو.


د هر قسم مېوې ونې به د سيند په دواړو غاړو غټې شى. د دې پاڼې به نۀ وچيږى، او نۀ به د دې مېوې وچيږى. هره مياشت به دا مېوه نيسى، ځکه چې د مالِک خُدائ د مقدس کور نه دې ته اوبۀ بهيږى. د دې مېوه به د خوراک دپاره او پاڼې به يې د شفا دپاره استعماليږى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan