يرمياه 17:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 هغه د بيابان د هغه بوټى په شان دے، کۀ څۀ هم چې خير وى خو هغوئ ته به مِلاو نۀ شى. ځکه چې هغه به د بيابان په خشکه او مالګينه زمکه کښې شوے وى، چرته چې نور څۀ نۀ کيږى. Faic an caibideil |
نو بيا په دې وجه مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به سمعياه نحلامى او د دۀ اولاد ته په يقين سره سزا ورکړم. د هغۀ د خاندان نه به څوک هم ژوندى پاتې نۀ شى، او نۀ به هغوئ هغه احسانونه او نعمتونه وګورى کوم چې زۀ د خپل غوره شوى قوم سره کوم، ځکه چې هغۀ زما خلاف خلقو ته د سرکشۍ کولو لمسون وکړو، مالِک خُدائ فرمائى.“
نو په دې وجه، زۀ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، زۀ په خپل ذات قسم خورم، يقيناً موآب به لکه د سدوم په شان، او عمونيان به لکه د عموره په شان شى. دا ځائ به د دربو او د مالګې په کندو بدل شى، او د همېشه دپاره به شاړ ويجاړ شى. زما په خلقو کښې ژوندى پاتې به هغوئ لوټ کړى، زما د قوم ژوندى پاتې به د هغوئ مُلک قبضه کړى.“