Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 17:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 ستاسو د خپلې ګناه په وجه به هغه مُلک ستاسو د لاس نه ووځى کوم چې ما تاسو ته په ميراث کښې درکړے دے. زۀ به تاسو په هغه مُلکونو کښې چې تاسو يې نۀ پېژنئ دشمنانو ته د غلام په شکل حواله کړم. ځکه چې تاسو زما د غصې اور بل کړے دے او هغه به تل بليږى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 17:4
34 Iomraidhean Croise  

نو زۀ به خپل خلق بنى اِسرائيليان د هغه مُلک نه لرې کړم کوم چې ما ورکړے دے. او زۀ به دا کور هم پرېږدم چې ما د خپل عبادت دپاره مقدس کړے دے. ټول قومونه به د بنى اِسرائيلو په مُلک پورې خندا کوى او سپک به ورته ګورى.


چې دا د حمات په علاقه کښې دے. هلته بادشاه هغوئ ووهل او مړۀ يې کړل. نو داسې د يهوداه خلق پردى مُلک ته بوتلے شول.


کله به چې خېر شو، نو هغوئ به ستا خِلاف بيا ګناه وکړه، او تا يو ځل بيا هغوئ دشمنانو ته حواله کړل. خو کله چې هغوئ توبه وويستله او سوال يې وکړو چې هغوئ بچ کړې، نو په آسمان کښې تا وخت په وخت د هغوئ سوال اورېدو او تا د خپل لوئ رحم په وجه هغوئ بچ کول.


په هغه ورځ به مالِک خُدائ تاسو له د تکليفونو او پرېشانو نه آرام درکړى او د هغه سخت کار نه به مو خلاص کړى چې د ستاسو نه په زور اخستے شو.


ډېره موده مخکښې يو ځائ تيار شوے وو چرته به چې يو لوئ اور د اسور بادشاه سوزوى. د لرګو يو اوچت ډېرے به وى. مالِک خُدائ به د نِهر په شان د سوزېدونکو ګوګړو يوه لمبه پو کړى او دې له به اور ورکړى.


نو ځکه مالِک خُدائ خپلو خلقو ته سخت په قهر دے او خپل لاس يې اوچت کړے دے چې هغوئ له سزا ورکړى. غرونه به وخوځيږى او چې څوک مړۀ شى نو د هغوئ لاشونه به په کوڅو کښې د ګند په شان پاتې شى. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ وى سړه شوې او هغۀ به د سزا دپاره لاس اوچت کړے وى.


خو تاسو خلق څوک چې خپل ځانونه بَلو غشو سره وسله بند کړئ، نو هم د خپل اور د شغلو په رڼا کښې لاړ شئ. زما د لاس نه به تاسو ته هم دا اجر ملاويږى، تاسو به سخت درد کښې راپرېوځئ.


کله چې هغوئ د ښار نه بهر ځى نو هغوئ به د هغه خلقو لاشونه ووينى چا چې زما خِلاف سرکشى کړې وه. کوم چينجى چې دغه لاشونه خورى نو هغه به هيڅکله نۀ مرى او کوم اور چې هغوئ سوزوى نو هغه به نۀ مړ کيږى. د هغوئ دا منظر به د ټولو انسانانو دپاره يروونکے وى.“


مالِک خُدائ فرمائى، ”ما خپل خلق پرېښودل، چې زما خاص ميراث دے. ما ته ډېر ګران خلق مې د دشمنانو لاسونو ته حواله کړل.


زۀ به تاسو د دشمنانو په لاس يو داسې مُلک ته په غلامۍ ولېږم چې تاسو ته د هغې هيڅ پته نۀ وى. ځکه چې زما غصه د اور په شان رابله شوې ده او دا به د تل دپاره بليږى.“


نو زۀ به تاسو د دې مُلک نه داسې مُلک ته وشړم چې نۀ يې تاسو ته څۀ پته شته او نۀ يې ستاسو پلار نيکۀ ته څۀ پته وه، نو هلته به تاسو شپه او ورځ د نورو معبودانو عبادت کوئ، ځکه چې زۀ به په تاسو نور رحم نۀ کوم.“


خو اے مالِکه خُدايه، تۀ د هغوئ په ټولو منصوبو باندې پوهه يې چې زما د وژلو دپاره يې تيارې کړې دى. تۀ د هغوئ جرم مۀ معاف کوه او مۀ د هغوئ ګناه د خپلو سترګو نه اخوا کوه. پرېږده چې هغوئ ستا په وړاندې راوغورزيږى، او په خپل قهر او غضب کښې هغوئ له سزا ورکړه.“


”ولې بنى اِسرائيليان غلامان دى څۀ؟ ولې هغوئ غلامان پېدا شوى دى څۀ؟ نو بيا ولې هغوئ اغوا کړے شول؟


اے د داؤد خاندانه، مالِک خُدائ تاسو ته داسې فرمائى، هر سحر د خلقو اِنصاف کوئ د چا نه چې غلا شوې وى او هغوئ ته د ظالمانو د لاس نه خلاصون ورکوئ، ګنې زما غضب به رانازل شى او هر څۀ به لکه د اور په شان وسوزوى او دا به ستاسو د هغه شرارت په وجه داسې بليږى چې هيڅ څوک به يې نۀ شى مړ کولے.


خلقو ووئيل چې، ”ولې دا سړے يهوياکين بادشاه د هغه مات منګى په شان دے څۀ، کوم چې غورزولے شوے وى او د هيچا په کار نۀ وى؟ هغه او د هغۀ بچى ولې په يو داسې مُلک کښې جلاوطن کړے شوى دى چې هغوئ ته هيڅ پته هم نۀ وى؟“


اے يرمياه کۀ چرې خلق تا نه تپوس وکړى چې دا هر څۀ زمونږ مالِک خُدائ پاک ولې مونږ سره وکړل؟ نو تۀ دوئ ته ووايه، چې تاسو خپل حقيقى خُدائ پرېښودو او د هغۀ په ځائ مو په خپل مُلک کښې د غېرو معبودانو خِدمت وکړو، نو په دې وجه به تاسو په پردى وطن کښې د پردو خلقو خِدمت وکړئ.“


نو مالِک خُدائ فرمائى چې، آيا زۀ دوئ ته په دې بدو کارونو کولو سره سزا ورنۀ کړم څۀ؟ او د داسې قوم نه بدله وانۀ خلم څۀ؟


نو په دې وجه قادر مطلق خُدائ فرمائى، زما د قهر او غصې اور به د دې ځائ په انسانانو، ځناورو، او د مېدان په ونو او د زمکې په فصلونو نازل کړم. او هر څۀ به وسوزى او څوک به هم دا اور نۀ شى مړ کولے.“


ولې ستاسو دپاره دا هيڅ هم نۀ دى، تاسو ټول څوک چې په لاره تېرېږئ؟ راشئ او وګورئ کۀ چرې زما په شان غم او درد بل چرته وى، کوم چې مالِک خُدائ نازل کړو په هغه ورځ چې هغه په قهر وو.


زمونږ ميراث غېرو ته حواله شوے دے او زمونږ کورونه پردو خلقو قبضه کړى دى.


زۀ به خپل غضب په تاسو نازل کړم او د خپلې غصې اور له به ستاسو خلاف پوکے ورکړم، زۀ به تاسو قاتلانو او هغه کسانو ته حواله کړم چې په تباهۍ کښې ماهر وى.


زۀ به د دُنيا د ټولو نه زيات ظالم قومونه راولم چې د دوئ نه د دوئ کورونه په زور قبضه کړى، او زۀ به د دوئ د زورَورو کسانو فخر ختم کړم، او د هغوئ د مقدس ځايونو بې‌حرمتى به وشى.


مالِک خُدائ به ستاسو دشمنانو له په تاسو باندې فتح ورکړى. تاسو به د يو طرف نه په هغوئ باندې حمله وکړئ، خو تاسو ته به د تېښتې لار نۀ ملاويږى، چې د زمکې خلق ستاسو دا حالات وګورى نو وبه يريږى چې دا په تاسو څۀ شوى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan