Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 17:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 نو بيا به هغه بادشاهان څوک چې د داؤد په تخت ناست دى نو هغوئ به د خپلو آفسرانو سره د دې ښار په دروازو ځى راځى. او هغوئ او د هغوئ آفسران به په آسونو او ګاډو سوارۀ راشى، او د يهوداه خلق به ورسره وى او هغوئ څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى، او دا ښار به د تل دپاره آباد وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 17:25
21 Iomraidhean Croise  

تۀ به همېشه اولاد لرې او زۀ به ستا بادشاهى تل دپاره قائمه ساتم. ستا بادشاهت به هيڅکله نه ختميږى.“


داؤد د هغۀ اوولس سوه په آسونو سوارۀ سړى او شل زره عام فوجيان ونيول. هغۀ د سلو جنګى ګاډو دپاره ښۀ ډېر آسونه وساتل او باقى نور ټول يې ګوډ کړل.


تاسو په دې ورځ خامخا اختر کوئ چې تاسو ته هغه څۀ درياديږى چې ما مالِک خُدائ څۀ کړى دى. دغه اختر په راتلونکى وختونو کښې همېشه دپاره کوئ.“


د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.


نو بيا تۀ هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى زۀ به د دې مُلک په ټولو خلقو او د داؤد په نسل، په بادشاهانو، او اِمامانو، پېغمبرانو دومره مے وڅښم چې ښۀ نشه شى او په هر هغه چا چې په يروشلم کښې اوسيږى.


اے د يهوداه بادشاه، د مالِک خُدائ پېغام واوره، تاسو څوک چې د داؤد په تخت ناست يئ، تۀ، او ستا آفسران او ستا قوم څوک چې په دې دروازه تګ راتګ کوئ.


مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ”دا کس په بې‌اولادو کښې حساب کړه، دا کس به په خپل ټول ژوند کښې نۀ خوشحاله او نۀ آباد شى. د هغۀ د اولاد نه به څوک هم آباد نۀ شى، او يو به هم نۀ د داؤد په تخت کښېنى، او نۀ به په يهوداه کښې حکومت وکړى.“


کۀ چرې تاسو په احتياط سره زما په حکمونو عمل وکړئ، نو بيا هغه بادشاه څوک چې په يروشلم کښې د داؤد د اولاد نه د داؤد په تخت ناست دے د هغۀ بادشاهى او د هغۀ اولاد به قائم وى او هغه به د خپلو آفسرانو او د هغه خلقو سره چې په ګاډو او آسونو باندې سوارۀ دى د دې محل په دروازو راداخل شى.


هغوئ به تاسو ته فرمائيل چې، تاسو هر يو خپلې خرابې طريقې او هغه بد کارونه پرېږدئ کوم چې تاسو کوئ، نو بيا تاسو په هغه مُلک کښې تر تله پورې اوسېدلے شئ کوم چې ما تاسو او ستاسو پلار نيکۀ له ورکړے دے.


په هغه وخت کښې به زۀ د داؤد د اولاد نه يوه صادقه څانګه راوټوکوم، هغه به په ټول مُلک کښې هغه کارونه کوى کوم چې د اِنصاف او صداقت وى.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، د داؤد په اولاد کښې به همېشه يو کس د بنى اِسرائيلو په تخت ناست وى.


نو بيا به هغه وخت زما لوظ زما د خِدمتګار داؤد سره او زما لوظ د ليويانو سره چې زما اِمامان دى او زما په حضور کښې خِدمت کوى به هم ماتېدے شى، نو بيا به د داؤد اولاد کښې نور څوک نۀ وى چې د هغۀ په تخت بادشاهى وکړى.


مالِک خُدائ ربُ الافواج چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے فرمائى چې د خپل چال چلن او سلوک اصلاح وکړئ، نو بيا به زۀ تاسو ته په دې زمکه د اوسېدو دپاره موقع درکړم.


نو بيا به زۀ تاسو په هم دې مُلک کښې د اوسېدو دپاره پرېږدم کوم چې ما ستاسو پلار نيکۀ له د تل دپاره په ميراث کښې ورکړے وو.


هغه بادشاه به د ځان دپاره ډېر آسونه نۀ ساتى او هغه دې خلق مِصر ته نۀ لېږى چې آسونه په پېسو واخلى، ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې د هغۀ خلق به هيڅکله واپس هلته نۀ ځى.


خو تاسو د صيون غر د ژوندى خُدائ پاک ښار آسمانى يروشلم او د بې‌شمېره او د زرګونو فرښتو محفل ته راغلى يئ.


سموئيل ورته وفرمائيل، ”ستاسو بادشاه به تاسو سره داسې سلوک کوى، هغه به ستاسو زامنو نه فوجيان جوړ کړى، څۀ به د هغۀ د جنګى ګاډو خِدمت کوى، څۀ به د هغۀ د آسونو والا وى او څۀ به د هغۀ د ګاډو نه مخکښې منډې وهى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan