Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 17:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 خو مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې تاسو زما خبره ومنئ او د سبت په ورځ په دې دروازو د تجارت دپاره څۀ داخل نۀ کړئ او نۀ څۀ کار وکړئ، او هغه مقدسه وساتئ،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 17:24
11 Iomraidhean Croise  

ورته يې وفرمائيل، ”کۀ تاسو د مالِک خُدائ، د خپل خُدائ پاک خبره په غور سره واورئ او هغه څۀ کوئ کوم چې د هغۀ په نظر کښې صحيح دى او د هغۀ قانون ته پام کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه پوره کوئ، نو زۀ به په تاسو داسې هيڅ بيمارۍ نۀ راولم چې کومې ما په مِصريانو راوستلې وې، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ شفا درکوونکے يم.“


د سبت ورځ ياده لرئ او دا مقدسه ګڼئ.


چې څنګه هغه دؤو آسونو والا جنګى ګاډۍ وګورى يا په خرونو او اوښانو باندې سوارۀ کسان ووينى، نو هغه دې ښۀ بېدار اوسى.“


چې په څۀ باندې تاسو نۀ مړېږئ نو په هغې باندې پېسې ولې خرچ کوئ؟ چې فائده نۀ درکوى نو په هغه خوراک پېسې ولې ورکوئ؟ غور سره ما ته غوږ شئ او ښۀ خوراک کوئ. تاسو به د ډېرو مزيدارو خوراکونو نه خوند واخلئ.


زما د سبت ورځ مقدسه وساتئ، ځکه چې دا به زمونږ دواړو په مينځ کښې د لوظ نښه وى. نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک ستاسو خُدائ پاک يم.


هغه څوک چې لرې دى هغوئ به راشى او د مالِک خُدائ د کور په جوړولو کښې به مدد وکړى. او تاسو ته به پته ولګى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم. دا به وشى خو چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک پوره تابعدارى وکړئ.“


نو کۀ تاسو زما په حُکمونو په وفادارۍ سره عمل کوئ کوم چې نن ما درکړى دى، او تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ خِدمت کوئ،


ما چې کوم حُکمونه درکړى دى په هغې باندې په ايماندارۍ سره عمل کوئ يعنې، مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ، د هغۀ په لاره سم روان اوسئ او د هغۀ نه مۀ لرې کېږئ،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan