Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 17:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 نۀ صرف تاسو بلکې ستاسو بچى هم خپلې قربان‌ګاه او د اشيرې بُت شکلونه همېشه رايادوى کۀ د شنې ونې په خوا کښې وى او کۀ په اوچته غونډۍ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 17:2
15 Iomraidhean Croise  

نو خلقو د مالِک خُدائ په کور کښې د هغۀ عبادت پرېښودو، دا هغه ځائ وو چرته چې د هغوئ پلار نيکۀ عبادت کولو او د دې په ځائ يې د بُتانو او د اشيرې بُت د نښو عبادت شروع کړو. د دې ګناهونو د جرم په وجه هغوئ په يهوداه او يروشلم باندې د مالِک خُدائ غصه راوستله.


د بادشاه دُعا او د خُدائ پاک د دُعا قبلول او د هغۀ د توبې نه مخکښې د هغه ګناهونو حِساب کِتاب چې هغۀ کړى وُو، هغه بد عملونه چې هغۀ کړى وُو، علاقائى عبادتخانې او د اشيرې بُت کومې نښې چې هغۀ جوړې کړې وې او هغه بُتان چې هغۀ يې عبادت کولو، دا هر څۀ د پېغمبرانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.


هغۀ علاقائى عبادتخانې بيا جوړې کړې چې کوم د هغۀ پلار حزقياه تباه کړى وُو. هغۀ د بعل د عبادت دپاره قربان‌ګاه جوړې کړې، د اشيرې بُت نښې يې جوړې کړې او د ستورو عبادت يې وکړو.


دوئ هغه په بُت‌خانو جوړولو باندې غصه کړلو، او هغوئ د هغۀ غېرت د دوئ د بُتانو په خلاف راوپارولو.


د هغوئ د قربانۍ ځايونه وران کړئ، د هغوئ مقدسې ستنې تباه کړئ او هغوئ له د اشيرې د بُت نښې راوغورزوئ.


د څېړۍ د مقدسو ونو عبادت سره به چې تاسو خوشحالېدئ نو د هغې په وجه به تاسو وشرمېږئ، او کوم باغونه چې تاسو د بُت پرستۍ دپاره غوره کړى دى نو د هغې په وجه به تاسو وشرمېږئ.


هغوئ چې په خپلو لاسونو کومې قربان‌ګاه جوړې کړې دى هغوئ به په دې باندې نور يقين نۀ ساتى، او د اشيرې بُت په نښو او د خوشبودارو مصالحو سوزولو په قربان‌ګاه باندې به يې اعتبار ختم شى.


”اے بنى اِسرائيلو، تاسو د ډېر پخوا نه زما جغ د خپل څټ نه اخوا کړے دے او زما نه مو اِنکار کړے دے. تاسو ووئيل، ”زۀ به نور ستا بندګى نۀ کوم.“ په هره لوړه غونډۍ او د هرې شنې ونې لاندې څملاستئ او د کنجرو په شان مو زنا وکړه.


مونږ چې په زور شور سره د غرونو او غونډو په سرونو د بُتانو کوم عبادت کړے دے دا په رښتيا سره دوکه وه، د بنى اِسرائيل خلاصون په يقين سره صرف په مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.


د يوسياه بادشاه د حکومت په دوران کښې مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”تا هغه څۀ وليدل کوم چې بې‌وفا اِسرائيل کړى دى؟ لکه د يوې بدکارې ښځې په شان هغې په هر يو اوچت غرۀ او د هرې شنې ونې د سورى لاندې زنا کړې ده.


ماشومان خشاک راغونډوى، پلاران اور بلوى او ښځې اوړۀ اغږى او ترې نه پېړې جوړوى چې د آسمانې مَلِکې په نامه بُت ته ترې نازکې روټۍ پخې کړى. او هغوئ نورو معبودانو ته د څښلو نذرانې وړاندې کوى، او په خپل دې عمل ما غصه کوى.


کله چې هغوئ ما هغه مُلک ته راوستل کوم چې ما د هغوئ سره د ورکولو وعده کړې وه نو هرکله چې به هغوئ اوچتې غونډۍ يا شنې ونې وليدلې، نو بيا به هلته هغوئ خپلې قربانۍ پېش کولې، هغوئ داسې قربانۍ بُتانو ته کولې چې زۀ يې په قهر کړم، او هغوئ هلته خپلې د خوشبويانو قربانۍ، او د څښلو نذرانې پېش کړې.


کوم مُلک چې تاسو نيسئ په هغې کښې هغه ټول ځايونه تباه کړئ چرته چې هغه خلق په لوړو غرونو، په غونډو او د لويو شنو ونو لاندې د خپلو معبودانو عبادت کوى.


بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه، خپل خُدائ پاک يې هېر کړو او د بعل او اشيرې د بُتانو عبادت يې وکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan