خو اے مالِکه خُدايه، تۀ ما پېژنې، او تۀ ما وينې او تۀ په ما آزمېښت وکړه چې زۀ ستا يم. دا بدعمله خلق داسې راکاږه لکه څنګه چې يو ګډ د حلالولو دپاره راښکلے شى، او د حلالولو پورې يې يوې خوا ته وساته.
اے مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو اُميده، هر څوک چې تا نه مخ واړوى هغوئ ټول به ټيټ سترګې او شرمنده شى. هغوئ چا چې تا نه مخ اړولے دے په دوړو د ليکلو په شان دى، دوئ به زر ختم شى ځکه چې هغوئ د هغه مالِک خُدائ نه مخ اړولے دے څوک چې د ژوندون د اوبو چينه ده.
بلکې مالِک خُدائ د يو طاقتور جنګيالى په شان ما سره دے، نو بيا څوک هم چې زما د ژوند ختمولو پسې دى هغوئ به هيڅکله هم کامياب نۀ شى، او په خپله به تيندکونه وخورى. هغوئ به ناکاميابه شى او په شرمونو به وشرميږى، د هغوئ دا بېعزتى به هيڅکله د هېرېدلو نۀ وى.