Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 16:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 ځکه چې زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې، کوم ماشومان چې دلته پېدا کيږى او هم داسې د هغوئ مور، پلار

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 16:3
6 Iomraidhean Croise  

ستاسو په مُلک کښې به کونډې د سمندر په غاړه د شګو نه هم ډيرې وى. په نيمه ورځ به زۀ د ځوانانو په ميندو باندې تباهى راولم. او ناګهانه به په دوئ پرېشانى او دهشت راولم.


”دلته وادۀ ونۀ کړې او نۀ زامن او لوڼه پېدا کړې.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، هغه کور ته مۀ ورننوځه په کوم کښې چې د مړى ژړا وى، د هغوئ سره ماتم او همدردى مۀ کوه، ځکه چې ما د هغه خلقو نه خپل برکت، مينه او رحم اخوا کړے دے، دا د مالِک خُدائ وينا ده.


ځکه چې دا مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ درته فرمائى، ستا په ژوند کښې او ستا د سترګو د وړاندې به زۀ په دې مُلک کښې د خندا او د خوشحالۍ آوازونه ختم کړم. نور به په کښې د ناوې او زلمى د خوشحالۍ آوازونه نۀ اورېدلے کيږى.


نو ځکه مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به د دې خلقو په لارو کښې د تيندک خوړلو کاڼے ولګوم چې دوئ پرې تيندک وخورى او راپرېوځى. ترڅو پلار او زامن او ګاونډيان او دوستان پرې په شريکه راپرېوځى او هلاک شى.“


د بنى اِسرائيلو قوم ته دا ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې زۀ اوس د خپلې مقدسې قربان‌ګاه بې‌حرمتى کوم، هغه مضبوط مقام چې تاسو پرې فخر کوئ ورانوم، ستاسو د سترګو تور يعنې ستاسو ښځې، او ستاسو د زړۀ اُميد تباه کوم. او کوم زامن او لوڼه چې تاسو پرېښودل هغوئ ټول به په تُوره قتل کړے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan