زۀ به د فِرعون زړۀ سخت کړم او هغه به په دوئ پسې وى، خو زۀ به د فِرعون او د هغۀ په ټول لښکر فتح ومومم نو داسې به زما عزت وشى، او مِصريانو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“ نو بنى اِسرائيلو فرمانبردارى وکړه.
نو هم په هغه وخت کښې به ستا خولۀ کولاو شى، او تۀ به د هغۀ سره خبرې وکړې او نور به تۀ خاموشه پاتې نۀ شې. نو تۀ به د هغوئ دپاره نمونه يې، او هغوئ به په دې باندې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
زۀ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په لاس خپله بدله د ادوميانو نه واخلم، او هغوئ به ورسره زما د قهر و غضب په مطابق رفتار وکړى، هغوئ به زما په بدله اخستو پوهه شى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“