يرمياه 15:9 - Pakistani Yousafzai Pashto9 د اوو بچو مور د غم نه بېهوشه پرته ده او ساه نۀ شى اخستلے، د هغې د بچو د ژوند رڼا ختمه شوه. هغه رسوا او شرمنده شوې ده. په هغوئ کښې چې څوک پاتې دى هغه به زۀ د دشمنانو په تُوره مړۀ کړم. دا د مالِک خُدائ وينا ده.“ Faic an caibideil |
مالِک خُدائ فرمائى چې د دې نه وروستو به زۀ صدقياه بادشاه او د هغۀ ټول آفسران او د هغۀ نور خلق کوم چې دې ښار کښې اوسيږى او د وبا، جنګ، او قحط نه ژوندى پاتې شوى وى زۀ به هغوئ نبوکدنضر بادشاه ته او د هغوئ دشمن ته حواله کړم څوک چې د هغوئ ژوند ختمولو پسې ګرځى. هغه به هغوئ په تُوره په بېدردۍ سره مړۀ کړى، او په دوئ باندې به هيڅ قسمه رحم، مينه او نۀ به پرې څۀ زړۀ سواندے ښکاره کړى.“