Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 15:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 ستاسو په مُلک کښې به کونډې د سمندر په غاړه د شګو نه هم ډيرې وى. په نيمه ورځ به زۀ د ځوانانو په ميندو باندې تباهى راولم. او ناګهانه به په دوئ پرېشانى او دهشت راولم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 15:8
15 Iomraidhean Croise  

د ښار سړى به په تُوره وژلے شى، ستاسو تکړه سړى او سپاهيان به په جنګ کښې مړۀ شى.


د ښار دروازې به ژړا او ماتم کوى او ښار به په خپله د هغه ښځې په شان وى چې يواځې پاتې شى او په زمکه کښېنى.


کله چې هغه وخت راشى، نو اووۀ ښځې به يو سړے راونيسى او ورته به ووائى، ”مونږ به په خپله د خپل ځان دپاره د جامو او روټۍ اِنتظام کوُو، خو چې مونږ صرف ستا په نوم پورې تړلې يُو چې تۀ زمونږ خاوند يې، او داسې به مونږ د شرم نه بچ شُو.“


ځکه چې زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې، کوم ماشومان چې دلته پېدا کيږى او هم داسې د هغوئ مور، پلار


خو اے مالِکه خُدايه، اوس پرېږده چې د هغوئ بچى د لوږې نه مړۀ شى، پرېږده چې هغوئ په تُوره قتل کړے شى. د هغوئ ښځې دې بورې او کونډې شى، پرېږده چې د هغوئ بوډاګان سړى په وبا مړۀ شى، پرېږده چې د هغوئ ځوانان په جنګ مړۀ شى.


زۀ به ستا د بربادۍ دپاره وسله بند جنګى لښکر درولېږم او هغوئ به ستا ستنې چې د دِيار د ښائسته ونو نه تيارې شوې دى راوباسى او په اور کښې به يې وغورزوى.


د دُنيا غېر قومونو ته خبردارے ورکړه او يروشلم ته اعلان وکړه چې، ”ستاسو او د يهوداه د ښارونو خلاف د جنګ چغې وهونکے غټ لښکر د لرې مُلک نه راروان دے.


نو په دې وجه به د ځنګل نه زمرے راشى او دوئ به وخورى، او د دشتو نه به ليوۀ راشى او دوئ به برباد کړى، او پړانګ به ورته پټ کښېنى ترڅو چې څوک هم د ښار نه رابهر شى نو هغه به ټوټې ټوټې کړى. ځکه چې هغوئ غټ سرکشه دى او په څو ځله مرتد شوى دى.


مالِک خُدائ خپلو خلقو ته فرمائى، ”اے زما غوره شوى قومه، د ټاټ جامې واغوندئ او په ايرو کښې ولوغړېږئ. داسې بد بد وير وکړئ لکه څوک يې چې په يک يو زوئ باندې کوى،“ ځکه چې تباه کوونکى به په مونږ ناګهانه حمله وکړى.


مونږ يتيمان او بې‌پلاره شوى يُو او زمونږ ميندې کونډې شوې دى.


د هغۀ سازش کوونکى شهزادګان د هغه غړمبېدونکو زمرو په شان دى چې خپل ښکار په مينځ شلوى، هغوئ انسانان خورى، هغوئ مال دولت او قيمتى څيزونه چور کوى او د دې ډيرې ښځې کونډې کوى.


تاسو په رڼا ورځ تيندکونه خورئ، او ستا پېغمبران هم تاسو سره د شپې تيندکونه خورى. زۀ به ستاسو مور يعنې بنى اِسرائيل تباه کړم.


ځکه چې هغه ورځ په هر چا راتلونکى ده څوک چې په دې دُنيا کښې اوسيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan