Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 15:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 زۀ به تاسو، ستاسو د ښارونو په دروازو کښې داسې د يو بل نه جدا کړم لکه څنګه چې غنم او بوس جدا کولے شى. او تاسو نه به ستاسو بچى واخلم کوم چې په تاسو ډېر ګران دى. زۀ به خپل قوم تباه کړم، ځکه چې هغوئ د خپلو خرابو طريقو پرېښودو نه اِنکار کړے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 15:7
21 Iomraidhean Croise  

خو بدعمله داسې نۀ دى، دوئ لکه د بوسو په شان وى، د هوا سره الوځى په ځائ به پاتې نۀ شى.


تاسو به دا هوا ته وُلئ، باد به دا اخوا وړى، او طوفان به يې خوارۀ وارۀ کوى. نو بيا به تاسو خوشحاله يئ ځکه چې زۀ ستاسو مالِک خُدائ يم، تاسو به زما ثناء صِفت کوئ، ځکه چې زۀ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات يم.


د نمرخاتۀ طرف ته شام او د نمرپرېواتۀ طرف ته فلستيه خولۀ پرانستلې ده چې اِسرائيل ژوندے تېر کړى. خو د مالِک خُدائ غصه تر اوسه پورې سړه نۀ ده، او هغۀ د سزا دپاره تر اوسه پورې لاس اوچت نيولے دے.


اګر چې مالِک خُدائ ربُ الافواج هغوئ له سزا هم ورکړې ده، خو د اِسرائيل خلقو توبه نۀ ده ويستلې، او هغوئ هغۀ ته واپس نۀ دى راګرځېدلى.


خو اے مالِکه خُدايه، اوس پرېږده چې د هغوئ بچى د لوږې نه مړۀ شى، پرېږده چې هغوئ په تُوره قتل کړے شى. د هغوئ ښځې دې بورې او کونډې شى، پرېږده چې د هغوئ بوډاګان سړى په وبا مړۀ شى، پرېږده چې د هغوئ ځوانان په جنګ مړۀ شى.


اے مالِکه خُدايه ستا سترګې صداقت ليدل غواړى. کۀ څۀ هم چې تا دوئ ووهل خو دوئ ته پرې څۀ خفګان ونۀ رسېدو، تا هغوئ ته سزا ورکړه خو بيا هم دوئ اصلاح نۀ شُو. او دوئ خپل زړونه د کاڼى نه هم سخت کړل او د توبې ويستلو نه يې اِنکار وکړو.


زۀ به بابل ته غېر مُلکيان ورولېږم چې هغه چاڼ کړى او د هغۀ مُلک تباه کړى. او هغوئ به په هغۀ د هرې خوا نه حمله وکړى کله چې د هغۀ د تباهۍ ورځ راشى.


ځکه چې مرګ زمونږ کور ته په کړکو راننوتے دے او زمونږ قلعو ته رادننه شوے دے، هغه اوس ماشومان د کوڅو نه او ځوانان د بازارونو او چوکونو نه راټولوى او تېروى.


د بنى اِسرائيلو قوم ته دا ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې زۀ اوس د خپلې مقدسې قربان‌ګاه بې‌حرمتى کوم، هغه مضبوط مقام چې تاسو پرې فخر کوئ ورانوم، ستاسو د سترګو تور يعنې ستاسو ښځې، او ستاسو د زړۀ اُميد تباه کوم. او کوم زامن او لوڼه چې تاسو پرېښودل هغوئ ټول به په تُوره قتل کړے شى.


او تۀ اے بنى آدمه، په کومه ورځ چې زۀ د هغوئ مضبوط قلعه، د هغوئ خوشحالى او فخر، د هغوئ د سترګو تور يعنې د هغوئ ښځې، د هغوئ د زړۀ خواهشونه، او د هغوئ زامن او لوڼه ترې نه واخلم


زۀ به خپل خلق بنى اِسرائيل راولم چې په تا باندې وګرځى. هغوئ به په تا قبضه وکړى، او تۀ به د هغوئ ميراث يې، او تۀ به بيا هيڅکله هم هغوئ د خپلو ماشومانو نه، محرومه نۀ کړې.


د خپل پلار نيکۀ په شان مۀ جوړېږئ، چا ته به چې پخوانو پېغمبرانو فرمائيل چې، ”مالِک خُدائ دا فرمائى چې، د خپلې بدعملۍ نه او د خپل بدعمله کارونو نه واوړئ.“ خو هغوئ به ما ته غوږ نۀ نيولو او نۀ به يې توجو راکوله، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


ښاخۍ د هغۀ په لاس کښې ده. هغه به خپل درمند په ښۀ شان پاکوى او غنم به په خپله خمبه کښې جمع کوى، خو بوس به په هغه اور کښې سوزوى چې هيڅکله نۀ مرى.“


مالِک خُدائ به په تاسو لعنت راولى او لږ بچى، بې‌کاره فصل او لږ څاروى او ګډې به درکړى.


ستاسو زامن او لوڼه به نورو قومونو له غلامان ورکړے شى تاسو به همېشه هغوئ ته سترګې په لار يئ خو هيڅ به هم نۀ شئ کولے.


ستاسو به زامن او لوڼه وى، خو تاسو به يې د ځان سره نۀ شئ ساتلے، ځکه چې هغوئ به قېديان شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan