نو دا ځکه به مالِک خُدائ هغوئ ته ټکے په ټکے، کرښه په کرښه او په مزه مزه تعليم ورکوى. نو هغوئ به تيندکونه وخورى او راپرې به وځى. هغوئ به زخمى شى، په جال کښې به ګېر شى او ګرفتار به شى.
نو بيا به زۀ هغوئ په خپلو کښې سره وجنګومه تر دې چې مور پلار او بچى به په خپلو کښې يو بل زره زره کړى. او زۀ به په هغوئ هيڅ قسم رحم او ترس ونۀ کړم. او هيڅ څيز به ما د هغوئ د تباه کولو نه منع نۀ کړى.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده.
او کۀ هغه نبى په پېشګويۍ ورکولو کښې دوکه شى او دروغ ووائى نو ما مالِک خُدائ هغه نبى له دوکه ورکړه، او زۀ به خپل لاس د هغۀ خلاف وراوږد کړم او هغه به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو نه نيست و نابود کړم.
نو په دې وجه به زۀ خپل لاس ستاسو خلاف دروغزوم او تاسو به نورو قومونو ته د غنيمت په توګه حواله کړم. زۀ به ستاسو قوم ختم کړم او تاسو به خانه بدوش کړم او تاسو به تباه کړم. نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.“