Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 15:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 د يهوداه بادشاه منسى د حزقياه د زوئ په وجه چا چې بد کارونه په يروشلم کښې کړى وُو، زۀ به خپل خلق د دُنيا بادشاهانو دپاره د يرې يو مثال جوړ کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 15:4
19 Iomraidhean Croise  

منسى د دولسو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او هغۀ په يروشلم پينځۀ پنځوس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور حفصيباه وه.


زۀ د خپلو خلقو سره داسې ځکه کوم چې هغوئ زما خِلاف ګناه کړې ده. او د هغه وخت نه چې د هغوئ پلار نيکۀ د مِصر نه راوتلى دى تر نن ورځې پورې يې زما غصه راپارولې ده.“


منسى د هغه قومونو پليت رِواجونه کول چې مالِک خُدائ د اِسرائيلو نه وړاندې شړلى وُو، او په دې کولو يې د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه.


منسى دولس کلن وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او په يروشلم يې پينځۀ پنځوس کاله بادشاهى وکړه.


منسى د هغه قومونو هغه حرام کارونه کول کوم چې د مالِک خُدائ په نظر کښې بد وُو. دا هم هغه خلق وُو کوم چې مالِک خُدائ په هغه وخت کښې د هغه مُلک نه ويستلى وُو چې کله د هغۀ خلق مخ په وړاندې تلل.


زۀ به هغوئ په زمکه د هر يو مُلک دپاره د دهشت مثال او د افت زده ګانو نمونه وګرځوم. زۀ چې هغوئ چرته هم خوارۀ کړم نو هغوئ به د عبرت يو مثال جوړ شى او خلق به د هغوئ نوم د بې‌عزتۍ دپاره استعمالوى او د هغوئ بې‌عزتى به کوى او لعنت به پرې وائى.


زۀ به په هغوئ جنګ، قحط او وبا نازله کړم او د هغوئ پسې به يم، او د دُنيا ټول نور قومونه چې هغوئ ته ګورى نو ورته به د يرې او دهشت مثال وى او چې چرته هم هغوئ خوارۀ کړم نو ټولو خلقو ته به يې د نفرت او سپکاوى باعث وګرځوم.


نو ځکه مالِک خُدائ فرمائى چې، تاسو زما پيروى ونۀ کړه، تاسو د خپل مُلک خلقو ته د آزادۍ اعلان ونۀ کړو. نو زۀ اوس بيا تاسو ته دغه شان د آزادۍ اعلان کوم. مالِک خُدائ فرمائى چې ستاسو آزادى به داسې وى چې زۀ به تاسو په تُورې، وبا او قحط باندې مړۀ کړم. زۀ به تاسو ټولې دُنيا ته د عبرت او د يرې سبب وګرځوم.


زۀ به هغوئ په داسې قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړم چې نۀ به يې دوئ او نۀ به يې د دوئ پلار نيکۀ پېژنى، او زۀ به په دوئ جنګ راولم ترڅو چې يې هلاک کړى نۀ وى.“


يروشلم ښاريې سخته ګناه وکړله او د هغې په وجه پليته شوه. هر چا چې د هغې عزت کولو اوس ورته سپک ګورى ځکه چې دوئ هغه بربنډه او عاجزه وليده. هغه په خپله په زوره زبيرګى کوى او د شرم نه خپل مخ په لاسونو پټوى.


خو بيا تاسو تپوس کوئ چې زوئ يې ولې د خپل پلار په جرم کښې شريک نۀ دے؟ ځکه چې زوئ يې هغه څۀ کړى دى څۀ چې صحيح دى او د اِنصاف په مطابق دى او زما په حکمونو په وفادارۍ سره عمل کوى، هغه به يقيناً ژوندے پاتې شى.


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”د هغوئ خلاف لوئ لښکر راوله او هغوئ يرې او لوټ مار ته حواله کړه.


زۀ به په تاسو جنګ راولم او په پردو مُلکونو کښې به مو خوارۀ وارۀ کړم. ستاسو مُلک به خوشے پاتې شى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ شى.


مالِک خُدائ به ستاسو دشمنانو له په تاسو باندې فتح ورکړى. تاسو به د يو طرف نه په هغوئ باندې حمله وکړئ، خو تاسو ته به د تېښتې لار نۀ ملاويږى، چې د زمکې خلق ستاسو دا حالات وګورى نو وبه يريږى چې دا په تاسو څۀ شوى دى.


مالِک خُدائ به تاسو په ټولو قومونو کښې د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به تاسو د هغه معبودانو خِدمت کوئ چې د لرګى او کاڼو نه جوړ وى، د هغه بُتانو چې د دې نه مخکښې نۀ تاسو او نۀ ستاسو پلار نيکۀ د هغې عبادت کړے وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan