Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 15:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 نو مالِک خُدائ په جواب کښې ما ته وفرمائيل، ”کۀ تۀ واپس راشې، نو زۀ به تا له بيا خپل مقام درکړم چې تۀ زما خِدمت وکړې. کۀ تۀ د بې‌مطلبه خبرو په ځائ زما قيمتى کلام بيان کړې، نو تۀ به زما پېغمبر يې. دا خلق دې ضرور تا له راشى بلکې تۀ د هغوئ په شان مۀ جوړېږه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 15:19
34 Iomraidhean Croise  

په جِلعاد کښې د تِشبى يو پېغمبر وو چې نوم يې الياس وو. هغۀ اخى‌اب بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ يعنې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِدمت کوونکے يم، او زۀ د هغۀ په نوم قسم خورم چې ترڅو زۀ ونۀ وايم نو په راتلونکو کالونو کښې به باران نۀ کيږى. او پرخه قدرې به هم ونۀ شى.“


نو اوس لاړ شه. زۀ به ستا د خولې نه خبرې کوم او زۀ به تا ته وښايم چې څۀ به وائې.“


تۀ داسې يو کس وينې، څوک چې په خپل کار کښې ماهر وى؟ هغه به د عامو خلقو خِدمت نۀ کوى، خو د بادشاهانو خِدمت به کوى.


نو بيا مالِک خُدائ خپل لاس راوږد کړو، او زما خولې له يې راوړو او راته يې وفرمائيل، ”ګوره، ما خپل کلام ستا په خولۀ کښې واچولو.


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ چرې موسىٰ او سموئيل هم دلته ودرېدلى وے او ما ته يې د دې خلقو په حقله مِنت زارى کړے وے، نو زما زړۀ به دوئ ته مائل شوے نۀ وو. هغوئ زما د حضور نه وشړه، او پرېږده چې ځى.


خو چې کله زۀ ووايم چې، ”زۀ به د مالِک خُدائ په حقله خبرې نۀ کوم او نۀ به نور د هغۀ پېغام چا ته رسوم،“ نو بيا د هغۀ کلام زما په زړۀ کښې لکه د اور په شان بليږى او هغه اور زما هډوکو ته رسيږى. زۀ په ځان کښې د هغۀ د ايسارولو د کوشش په وجه ډېر ستړے شوے يم او زۀ هغه نۀ شم ايسارولے.


نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، د يوندب د ريکاب د زوئ په خاندان کښې به همېشه يو سړے داسې وى چې زما خِدمت به کوى.“


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، کۀ چرې تاسو واپس ما له راتلل غواړئ نو ما له واپس راشئ. کۀ چرې تاسو خپل پليت بُتان زما د نظر نه اخوا کړئ او نور نۀ ګمراه کېږئ،


د بټۍ لاندې خو سخت اور بليږى چې سيکه د سپينو زرو نه جدا کړى خو هغې زما قوم پاک نۀ کړو او بدعمله خلق ترې جدا نۀ شول.


ټولو خلقو يې د روټۍ په تلاش کښې آهونه کول. د خوراک دپاره يې خپل قيمتى څيزونه خرڅ کړل چې پرې خپل ځانونه ژوندى وساتى. ”اے مالِکه خُدايه، ما ته وګوره زۀ څومره سپکه کړے شوې يم.


تۀ زما کلام هغوئ ته ووايه، کۀ هغوئ ورته غوږ نيسى او کۀ نۀ نيسى، ځکه چې هغوئ بلکل سرکشه دى.


د هغۀ اِمامان زما شريعت ماتوى او زما د مقدسو څيزونو بې‌حرمتى کوى، هغوئ د مقدسو څيزونو او د عامو څيزونو په مينځ کښې فرق نۀ کوى، او هغوئ د پاکو او پليتو په مينځ کښې د فرق کولو تعليم نۀ ورکوى، او هغوئ زما د سبت په ساتلو باندې خپلې سترګې پټوى، نو زۀ د هغوئ په مينځ کښې سپک شوے يم.


هغوئ دې زما خلقو ته د مقدس او عام څيزونو په مينځ کښې د فرق تعليم ورکړى او ورته دې د حرامو او حلالو په مينځ کښې فرق وښائى.


تاسو خامخا د هغه څيزونو په مينځ کښې فرق کوئ څۀ چې د خُدائ پاک دى يا څۀ چې د عام استعمال دپاره دى او د هغه څيزونو په مينځ کښې چې کوم پاک دى او کوم ناپاک دى.


کۀ يو څيز پاک يا ناپاک وى نو په دې قانون به فېصله کولے شى.


”د نينوه لوئ ښار ته لاړ شه او هغوئ ته هغه پېغام واوروه کوم به چې زۀ تا له درکوم.“


”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، کۀ تۀ زما په لار روان يې او زما قانون منې، نو تۀ به زما د کور حکمرانى کوې او زما د دربار اختيار به درسره وى، او زۀ به تا له د دوئ په مينځ کښې ځائ درکړم څوک چې دلته ولاړ دى.


فرښتې جواب ورکړو چې، ”زۀ جبرائيل يم، زۀ د خُدائ پاک په حضور کښې ودرېږم او زۀ يې تا سره د خبرو کولو او د دې زېرى درکولو دپاره رالېږلے يم.


هر څوک چې ستاسو خبرې ته غوږ نيسى، هغه ما ته غوږ نيسى او هر څوک چې ستاسو خبره رد کوى، هغه ما رد کوى او څوک چې ما رد کوى، هغه هم هغه رد کوى چې زۀ يې رالېږلے يم.“


ځکه چې روحُ القُدس به هغه ساعت تاسو ته وښائى چې څۀ وئيل په کار دى.“


ځکه چې زۀ به په خپله تاسو ته د وينا داسې طاقت او حِکمت درکړم چې ستاسو يو مخالف به هم د دې جوګه نۀ وى چې ستاسو د خبرو مقابله وکړى يا يې دروغ ثابت کړى.


خو هر وخت بېدار اوسئ او دا دُعا غواړئ چې تاسو د دې پېښو په وخت کښې دومره تکړه يئ چې خپل ځان بچ کولے شئ او چې د اِبن آدم په وړاندې د ودرېدو جوګه شئ.“


ځکه چې ما تاسو ټولو نه د خُدائ پاک مقصد او يوه خبره هم د بيانولو نه، نۀ ده پټه کړې.


نو اوس مونږ چا ته په انسانى نظر نۀ ګورو، لکه څنګه چې مونږ هم مسيح ته يو وخت په انسانى نظر کتل خو اوس داسې نۀ کوُو.


ولې زۀ اوس د بنى آدم د راضى کولو کوشش کوم يا د خُدائ پاک؟ يا ولې زۀ د خلقو د خوشحالولو پسې ګرځم؟ کۀ چرې ما تر اوسه پورې خلق خوشحالول نو بيا به زۀ د مسيح غلام نۀ وم.


خو مونږ د هغوئ تابعدارى لږ ساعت له هم ونۀ کړه د دې دپاره چې د زيرى رښتينوالے په تاسو کښې همېشه قائم پاتې شى.


خو سخت خوراک د بالغه کسانو دپاره وى ځکه چې هغوئ په تجربې سره د ښۀ او بد تر مينځه فرق کولے شى.


اوس هغه چې تاسو د غورزېدو نه بچ کولے شى او د خپل حضور په جلال کښې مو بغېر د ملامتيا نه په خوشحالۍ راوستے شى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan