18 زما درد ولې نۀ ختميږى؟ او زما زخمونه ولې لا علاجه دى او نۀ رغيږى؟ ستا مدد زما دپاره داسې نا باوره شو لکه موسمى لختى، لکه د هغه چينې په شان چې اوچه شوې وى.“
لکه څنګه چې د يو ډنډ اوبۀ کميږى، او په سيند کښې اوبۀ اوچيږى،
زۀ بېګناه يم خو دروغژن ګڼلے شم، په ما کښې څۀ غلطى نشته، خو زما د زخم علاج نشته.
په زړۀ يمه بيمار دا به تر کومې وى اے مالِکه خُدايه دا به تر کومې وى؟
اے مالِکه خُدايه، تا يهوداه بلکل رد کړے دے څۀ؟ آيا تۀ د صيون د خلقو نه نفرت کوې څۀ؟ ولې تا مونږ دومره سخت زخمى کړى يُو چې د رغېدو ټول اُميدونه مو ختم شُو څۀ؟ مونږ د خير اُميد لرلو خو مونږ ته خير مِلاو نۀ شو، مونږ د علاج په طمع وُو خو د شفا په ځائ په مونږ يره راغله.
مالداره خلق خپل نوکران د اوبو دپاره کُوهيانو ته لېږى، خو ټولې چينې کُوهيان اوچ شوى وى او د ګوټ اوبو درک هم نۀ لګى. نوکران په ډيرې مايوسۍ او خفګان د تشو منګو سره راواپس کيږى او خپل سرونه يې د پرېشانۍ په وجه پټ کړى وى.
زۀ د مور د خېټې نه ولې دُنيا ته راغلم؟ د دې دپاره پېدا شوم چې په دُنيا کښې تکليفونه او کړاونه وګورم، او چې زما ژوند په بېعزتۍ کښې ختم شى؟
اے مالِکه خُدايه، تا زۀ دوکه کړم، او زۀ دوکه شوم. تاسو زورَور يئ او زۀ دې مغلوب کړم. زۀ اوس ټوله ورځ د مسخرو شوم، او هر څوک ما پورې ټوقې او خندا کوى.
مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ستاسو زخمونه خطرناک دى، او ستاسو زخمونه لاعلاجه دى.
نو بيا ولې تاسو په خپلو زخمونو او درد ژړا فرياد کوئ، او تاسو وايئ چې د دې خو هيڅ علاج نشته؟ خو دا ما ستاسو د لويو شرارتونو او ډېرو ګناهونو په وجه درسره وکړل.
نو په دې وجه به تاسو موريشتجات ته د خُدائ په امانۍ تحفې ورکړئ. د اکزيب ښار به د اِسرائيل د بادشاهانو دپاره دوکه ثابته شى.
نو د هغې زخمونه لا علاجه دى. دا يهوداه ته هم راغلو. دا زما د خلقو نزدې دروازې پورې راورسېدو، تر دې چې يروشلم ته راورسېدو.