16 اے مالِکه، ربُ الافواجه خُدايه، هرکله به چې ستا کلام په ما نازل شو، نو هغه ما وخوړلو، هغۀ ما ته او زما زړۀ ته خوشحالى راکړه، ځکه چې ما پورې ستا نوم تړلے شوے دے.
نو ټول خلق خپلو کورونو ته لاړل او په خوشحالۍ سره يې خوراک څښاک وکړو او په دې خوراک څښاک کښې يې د نورو خلقو حِصه هم وکړه، ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک کلام اورېدلے وو او په هغې پوهه شوى وُو.
زۀ تل د هغۀ په حُکمونو عمل کوم، ما د هغۀ کلام د خپل ضرورى خوراک نه هم زيات قيمتى ګڼلے دے.
ستا حُکمونه مې د تل دپاره ميراث دے دا زما د زړۀ خوشحالى ده
زۀ ستا په اصُولو خوشحالېږم، او ستا کلام به زۀ نۀ هېروم.
ستا د خولې خبره زما دپاره ډېر اهميت لرى په زرګونو د سپينو او سرو زرو سيکو نه.
خو ګوره زۀ ستا د قانون سره څومره مينه کومه او زۀ ټوله ورځ په دې سوچ کومه
خواهش يې د زرو نه زيات دے، د سوچه زرو نه هم زيات دے، دا د شاتو نه هم ډېر خوږ دے، د هغه شاتو نه چې د ګبين نه راڅاڅى.
تۀ ولې د هغه چا په شان يې چې ګنګس وى، او لکه د داسې فوجى په شان شوے يې چې څوک بچ کولے نۀ شى؟ اے مالِکه خُدايه، تۀ مونږ سره يې، او مونږ ستا نوم پورې تړلے شوى يُو، نو اوس مونږ مۀ پرېږده.“
خو تۀ، اے بنى آدمه، هغه څۀ ته غوږ ونيسه څۀ چې زۀ تا ته وايم. د دغه سرکشه قوم په شان مۀ جوړېږه، تۀ دې خپله خولۀ کولاو کړه او هر هغه څۀ وخوره څۀ چې زۀ درکوم.“
اے د يعقوب قومه، آيا داسې خبره کول په کار دى، آيا د مالِک خُدائ روح غصه دے؟ آيا هغه داسې کارونه کوى؟ آيا زما کلام ښۀ نۀ دے د هغوئ دپاره د چا لارې چې نېغې دى؟