12 آيا څوک هغه د اوسپنې او د پيتلو نه جوړ شوے سيخ ماتولے شى کوم چې د شمال د خوا نه راځى؟
تۀ د خُدائ پاک په شان تکړه يې څۀ، ستا آواز د هغۀ د تندر د آواز په شان کېدے شى؟
په هغۀ باندې افسوس چې د خپل خالق سره جګړه کوى، هغه داسې دے لکه چې د ماتو لوښو يو ټيکرے وى. ولې خټه د کُلال نه تپوس کوى څۀ چې، ”تۀ څۀ جوړوې؟“ ولې ستا کوم جوړ شوے څيز ستا په حقله شکايت کوى څۀ؟ د هغۀ هيڅ اختيار نشته.
مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زۀ به د دې ټولو قومونو په غاړه کښې د اوسپنې جغ واچوم ترڅو چې هغوئ د بابل د بادشاه نبوکدنضر خِدمت وکړى. مالِک خُدائ فرمائيلى دى، تر دې چې زۀ به د ځنګل په ځناورو باندې هم نبوکدنضر ته اختيار ورکړم چې د هغۀ خِدمت وکړى.“
شمالى سرحد به د مديترانى د سمندر نه شروع کيږى چې د هور غرۀ پورې به وى،