Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 15:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په يقين سره به زۀ ستا ښۀ مقصد دپاره خيال وساتم، يرمياه. او په يقين سره ستا دشمنان به ستا نه دا وغواړى چې تۀ د تکليف او مصيبت په وخت کښې د هغوئ دپاره ما ته سوال زارى وکړې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 15:11
15 Iomraidhean Croise  

په هغوئ يې هغه خلق مهربان کړل چا چې دوئ ګېر کړى وُو.


ما چې کله هم تا ته سوال زارى کړې ده، تا قبوله کړې ده، تا زۀ په طاقت ورکولو تکړه او زړَور کړم.


کله چې مالِک خُدائ د چا د کردار نه خوشحاله وى، نو د هغۀ دشمنان به هم د هغۀ په امن کښې اوسيږى.


د بادشاه زړۀ د مالِک خُدائ په لاس کښې دے، کوم ځائ چې د دۀ خوښه وى هلته يې لکه د نِهرونو د اوبو غوندې بوځى.


د يو ګناهګار نه سل ځله ګناه کيږى خو بيا هم تر ډېره وخته پورې ژوندے وى. بې‌شکه ما ته دا هم پته ده چې کوم خلق د خُدائ پاک نه يريږى هغوئ به په خير خيريت سره ژوند کوى، يعنې هغه خلق د چا په زړۀ کښې چې د خُدائ پاک يره وى.


يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.


”زمونږ دپاره د مالِک خُدائ نه تپوس وکړه ځکه چې د بابل بادشاه نبوکدنضر او د هغۀ لښکر په مونږ حمله کوى، نو کېدے شى چې مالِک خُدائ زمونږ دپاره د وړاندې په شان معجزه وکړى او نبوکدنضر د دې ځائ نه په وتو مجبور کړى.“


نو څۀ موده پس صدقياه بادشاه څوک ورولېږلو او يرمياه يې خپل محل ته راوغوښتلو، او هغۀ نه يې په راز کښې تپوس وکړو چې، ”د مالِک خُدائ د طرف نه څۀ پېغام شته څۀ؟“ يرمياه جواب ورکړو چې، ”آو، تۀ به د بابل بادشاه ته په حواله کړے شې.“


خو بيا هم صدقياه بادشاه يهوکل د شلمياه زوئ او صفنياه اِمام د معسياه زوئ يوه ورځ دواړه يرمياه نبى ته ورولېږل او د هغۀ ته يې خواست وکړو چې، ”مونږ ته زمونږ د مالِک خُدائ نه دُعا وغواړه.“


يوه ورځ صدقياه بادشاه، يرمياه پسې کسان ورولېږل او هغه يې خپل ځان ته د مالِک خُدائ د کور درېمې دروازې ته راوستو. بادشاه ورته ووئيل چې، ”زۀ غواړم چې تا نه يو څو تپوسونه وکړم. نو د هيڅ قسمه حقيقت او رښتيا پټولو کوشش مۀ کوه.“


يرمياه نبى ته راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ ستا مِنت کوُو چې زمونږ دپاره د مالِک خُدائ ستا مقدس خُدائ نه دُعا وغواړه، کوم چې پاتې شوى کسان يُو. لکه څنګه چې تۀ وينې چې د مخکښې په مقابل کښې اوس مونږ ډېر لږ يُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan