6 ځنګلى خرونه هم د خوشکو غونډو په سرونو ودريږى او د ګيدړانو په شان چغې وهى او د خوراک د نشتوالى په وجه يې نظر کار پرېښے دے.
محل به خوشے پاتې شى او مرکزى ښار به خالى شى. د کورونو او قلعو نه به د تل دپاره کنډرات جوړ شى، چرته به چې ځنګلى خرونه ګرځى او ګډې به په کښې څريږى.
تۀ لکه د هغه ځنګلى خرې په شان يې چې په دشته کښې په مستۍ راغلې وى او آوازونه شروع کړى نو څوک د هغې شهوت قابو کولے شى؟ او هر يو صحرائى خر به بغېر د تکليف نه په هغې باندې سورېدے شى او هغه په خپله هغوئ ته نزدې ورځى ځکه چې هغه په مستۍ کښې راغلې وى.
په ډېرو کتو مو سترګې ړندې شوې خو بېفائدې، هيڅ مدد رانۀ غلو. مونږ د داسې يو قوم په انتظار وُو چې زمونږ بچ کول د هغوئ د وس کار نۀ وو.
ځکه د دې په وجه زمونږ زړونه مات شوى دى او د ژړا په وجه زمونږ نظر کم شوے دے.
څاروى د لوږې نه چغې وهى، د څاروو رمې اخوا ديخوا پرېشانه ګرځى ځکه چې د هغوئ دپاره شينکے نشته، تر دې چې د ګډو رمې هم په تکليف کښې دى.
يونتن ورته په جواب کښې ووئيل، ”زما پلار زمونږ د خلقو سره څۀ بد کار کړے دے. ګورئ، ما لږ شات وخوړل او څومره تازه دم شوم.