5 په پټو کښې د خوراک دپاره د ګياه د نشتوالى په وجه هوسۍ هم خپل تازه پېدا شوى بچى هم داسې په ډاګه پرېښى دى.
نفتالى هوسۍ ده چې په آزادۍ سره منډې وهى، او هغه ښُکلى بچى راوړى.
د مالِک خُدائ آواز د څېړۍ ونې کږوى او د ځنګلى ونو پاڼې رژوى، د هغۀ په کور کښې هر يو چغې وهى چې، ”خُدائ لوئ دے.“
د نِمريم اوبۀ اوچې شوې دى او د دې واښۀ اوچ شوى دى ټول شينکے ختم شوے دے او يو شين بوټے هم پاتې نۀ دے.
څاروى د لوږې نه چغې وهى، د څاروو رمې اخوا ديخوا پرېشانه ګرځى ځکه چې د هغوئ دپاره شينکے نشته، تر دې چې د ګډو رمې هم په تکليف کښې دى.