Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 14:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 مالداره خلق خپل نوکران د اوبو دپاره کُوهيانو ته لېږى، خو ټولې چينې کُوهيان اوچ شوى وى او د ګوټ اوبو درک هم نۀ لګى. نوکران په ډيرې مايوسۍ او خفګان د تشو منګو سره راواپس کيږى او خپل سرونه يې د پرېشانۍ په وجه پټ کړى وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 14:3
23 Iomraidhean Croise  

داؤد په ژړا ژړا د زيتُونو غرۀ ته وختلو، څپلۍ د هغۀ په پښو نۀ وې او د خفګان نه يې خپل سر پټ کړے وو. چې په هغۀ پسې څوک راروان وُو نو هغوئ هم سرونه پټ کړى وُو او ژړل يې.


بادشاه خپل مخ پټ کړے وو او په چغو چغو يې ژړل، ”اے زما زويه، زما زويه ابى‌سلومه. ابى‌سلومه، زما زويه.“


خو څۀ موده وروستو، په مُلک کښې د اوچ کالۍ په وجه هغه وَله اوچه شوه.


حزقياه ته غوږ مۀ نيسئ. د اسور بادشاه تاسو له حُکم درکوى چې د ښار نه راوځئ او ما سره روغه وکړئ. تاسو ته به اجازت وى چې د خپلو د انګورو باغونو نه انګور خورئ او د اينځر د ونو نه اينځر خورئ او د خپلو کُوهيانو نه اوبۀ څښئ،


نو مردکے بيا واپس د محل دروازې ته راواپس شو خو په دې دوران کښې همان خفه او شرمنده کور ته تېز لاړو.


د قافلې يقين وى چې هغوئ به اوبۀ پېدا کړى، خو چې کله هلته ورسيږى نو هغوئ مايُوسه شى او اُميد يې ختم شى.


په ما اِلزام لګونکى دې په شرم پټ شى شرم کښې دې د چُوغې په شان پټ شى.


څوک چې په کوشش زما د ژوند د ختمولو شى هغوئ دې وشرميږى او وارخطايۍ سره دې مخ شى، څوک چې په نېت زما د خرابولو شى هغوئ ټول دې ناکامه او شرمنده شى.


زمکه د خوشکۍ او د باران نۀ ورېدلو په وجه چاؤدلې ده، زميداران پرېشانه دى، او هغوئ هم خپل مخونه پټ کړى دى.


زما درد ولې نۀ ختميږى؟ او زما زخمونه ولې لا علاجه دى او نۀ رغيږى؟ ستا مدد زما دپاره داسې نا باوره شو لکه موسمى لختى، لکه د هغه چينې په شان چې اوچه شوې وى.“


”ځکه چې زما خلقو دوه ګناهونه کړى دى، يو دا چې هغوئ زۀ چې د ژوندون د اوبو چينه يم پرېښودے يم، او بل دا چې د خپل ځان دپاره يې مات شوى تالابونه جوړ کړى دى په کوم کښې چې اوبۀ نۀ ايساريږى.“


تۀ به د هغه ځائ نه هم لاس په سر شرمنده وځې، ځکه چې په چا تا بهروسه کوله مالِک خُدائ هغوئ رد کړل نو تاسو به د هغوئ نه هيڅ امداد حاصل نۀ کړئ.“


بلکې مالِک خُدائ د يو طاقتور جنګيالى په شان ما سره دے، نو بيا څوک هم چې زما د ژوند ختمولو پسې دى هغوئ به هيڅکله هم کامياب نۀ شى، او په خپله به تيندکونه وخورى. هغوئ به ناکاميابه شى او په شرمونو به وشرميږى، د هغوئ دا بې‌عزتى به هيڅکله د هېرېدلو نۀ وى.


نو باران په دې وجه ايسار شوے وو او د سپرلى څاڅکى ونۀ ورېدل. نو دا چې تا د کنجرى شکل نيولے دے او تا له هيڅ شرم نۀ درځى.


د پيو د ماشومانو ژبې انښتې دى او د تندې نه تالو ته ورغلې دى. ماشومان روټۍ پسې ژاړى خو هيچا سره هم نشته چې هغوئ له ورکړى.


ګنې زۀ به هغه داسې بربنډه کړم لکه څنګه چې د پېدا کېدو په ورځ وه. زۀ به هغه د وچې او شاړې زمکې په شان کړم او د تندې د لاسه به يې ووژنم.


تر دې چې ځنګلى ځناور هم تا ته فرياد کوى ځکه چې د اوبو نِهرونه اوچ شوى دى، او د اور لمبو په صحرا کښې څرن ځايونه سوزولى دى.


”کله چې ستاسو فصل ته د باران سخت ضرورت وو نو ما د دې ورېدل بند کړل. ما په يو کلى باران وورولو خو په بل کلى مې ونۀ ورولو. په يو پټى باران وشو، خو بل پټے اوچ شو.


خلق د اوبو په لټون کښې کلى په کلى سرګردانه ګرځېدل، خو هلته هم د څښلو دپاره کافى اوبۀ نۀ وې. خو بيا هم تاسو ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.


خو کۀ هر قوم يروشلم ته د تلو او د بادشاه مالِک خُدائ ربُ الافواج د عبادت نه اِنکار وکړى، نو په هغوئ به باران نۀ کيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan