نو آخر هم ما د خپلې ګناه اقرار وکړو تا ته خو ما پټې نۀ کړې خپلې خطاګانې له تا نه. نو ما ووئيل خپل ځان سره چې، ”خپله سرکشى به مالِک خُدائ ته بيان کړم.“ نو بيا تا زما د ګناهونو خطا معاف کړه.
تۀ صرف د خپلو ګناهونو اقرار وکړه چې ګناهګار يم او تا د خپل مالِک خُدائ خلاف سرکشى کړې ده، او تا د هرې شنې ونې د لاندې د پردو بُتانو عبادت کړے دے او زما د کلام تابعدارى دې نۀ ده کړې، مالِک خُدائ دا فرمائى.
وګوره، اے مالِکه خُدايه زۀ څومره زورېدلې يم او زما روح خفه دے او زړۀ مې ناسازه دے ځکه چې زۀ ډېره سرکشه وم. بهر په کوڅو کښې تُورې د بچو نه خلاصه کړم او په کور کښې دننه هم مرګ راپسې دے.
اوس اے مالِکه زمونږ خُدايه، تا چا چې خپل خلق د مِصر نه په خپل زورَور لاس راوويستل او خپل نوم له دې عزت او جلال ورکړو چې تر ننه قائم دے، د دې باوجود هم مونږ ګناه وکړه، مونږ بدکارونه وکړل.