Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 14:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 ”يهوداه وير کوى، ښارونه يې لکه د اوچو شوو بوټو په شان غمژن دى، ټول خلق يې د غم په وجه په زمکه ناست دى او د يروشلم نه چغې او سورې راپورته کيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 14:2
30 Iomraidhean Croise  

نو هغوئ غريبانان فرياد کولو ته جوړ کړل، چې دا فرياد خُدائ پاک ته ورسيږى. او هغۀ د ضرورتمندو خلقو فرياد واورېدو،


زمونږ غوَيان به درانۀ بارونه وړى، نو زمونږ د ښار دېوالونه به کنډر نۀ شى، هيڅ څوک به قېدى بوتلے نۀ شى، او زمونږ په کوڅو کښې به د نااُميدۍ ژړا نۀ وى.


نو خُدائ پاک د دوئ ژړا واورېدله. هغۀ د هغوئ فرياد واورېدو او د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره يې خپل هغه لوظ راياد کړو.


زما زړۀ د موآب دپاره ژاړى. خلق د ضُعر ښار او عجلت‌شليشياه ښار ته تښتېدلى دى. خلق په ژړا کښې د لوحيت په طرف خېژى، هغوئ د حورونايم په لار په چغو چغو ژاړى.


په کوڅو کښې خلق چغې وهى چې مے ختم شوى دى. هره خوشحالى ختمه شوې ده، خوشحالى د زمکې نه ورکه شوې ده.


زمکه اوچيږى او خُشکيږى، ټوله دُنيا به اوچه شى او مړاوې به شى، د دې لوئ لوئ خلق به فنا شى.


د انګورو بوټى اوچ شوى دى او مے کم شوى دى. هر څوک چې مخکښې خوشحاله وُو نو هغه اوس خفه دى،


د ښار دروازې به ژړا او ماتم کوى او ښار به په خپله د هغه ښځې په شان وى چې يواځې پاتې شى او په زمکه کښېنى.


مُلک خوشے او وران ويجاړ پروت دے. د لبنان ځنګلونه اوچ شوى دى او د شارون آباده وادى د صحرا په شان ده او د بسن او د کرمل د غرۀ د ونو نه پاڼې غورزيږى.


د اِسرائيل قوم د مالِک خُدائ ربُ الافواج د انګورو باغ دے، او د يهوداه خلق د انګورو هغه بوټى دى چې هغۀ په خوشحالۍ کَرلى دى. د هغۀ د دوئ نه طمع وه چې اِنصاف به کوى، خو په ځائ د دې هغوئ ظلمونه کول. هغۀ ترې نه د صداقت طمع لرله، خو په ځائ د دې هغۀ د ژړا چغې واورېدې.


نو د دې دپاره زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې، زۀ به په دوئ هغه افتونه او مصيبتونه راولم چې دوئ به ترې نه تښتېدلے نۀ شى. کۀ څۀ هم چې دوئ ما ته د مدد دپاره وژاړى او چغې ووهى، خو زۀ به يې نۀ اورم.


هغوئ د دې نه تش بيابان جوړ کړے دے او ما د خپلو خلقو د ماتم ژړا اورېدلې ده، او زما د ټول مُلک نه دشته بيابان جوړ شوے دے، او څوک يې هم پرواه نۀ کوى.


دا زمکه به تر کومې پورې ماتم کوى او په پټو کښې به يې ګياه اوچيږى؟ څوک چې په دې مُلک کښې اوسيږى نو د هغوئ د بدعملۍ په وجه مارغان او ځناور تباه شوى دى، او هم په دې وجه خلق دا وائى چې، ”خُدائ به هم حيران وى چې مونږ سره به څۀ کيږى.“


پرېږده چې ناګهانه په هغوئ جنګى سپاهيان ورننوځى، او د هغوئ د کورونو نه دې چغې او سورې واورېدلے شى. ځکه چې هغوئ زما دپاره کنده کنستلې ده او پټ دام يې راته خور کړے دے.


نو په دې وجه به زمکه ماتم کوى، او بره آسمان به تک تور شى. ځکه چې ما دا وفرمائيل او د خپلې خبرې نه به وانۀ وړم. ما دا فېصله کړې ده دا به بدله نۀ کړم.“


قومونه به ستاسو د شرم په حقله خبر شى. زمکه به ستاسو دردناکه ژړا ډکه کړى. ستا تکړه فوجيان به په يو بل تيندک وخورى، او په يو ځائ به راپرېوځى.“


زۀ د خپلو خلقو د دردونو سره دردمند شوم. او په پرېشانۍ کښې راګېر شوم.


مالِک خُدائ دا فېصله وکړه چې د صيون ښار دېوالونه وران کړى. هغۀ د ورانولو دپاره د ناپ تول ګز راوغزولو او خپل لاس يې د هغۀ د تباهۍ نه منع نۀ کړو. د هغۀ دېوالونه او د هغۀ مورچې يې په ماتم آخته کړې او دواړه په يو ځائ تباه شول.


د يروشلم دروازې په زمکه کښې ډوبې شوې دى، او د هغې اړمونه او تالې يې تباه کړې دى. د هغې بادشاه او شهزادګان نورو قومونو ته جلاوطن کړے شوى دى. نور د مالِک خُدائ نه شريعت نۀ ملاويږى او نۀ نورې وحى د هغۀ پېغمبرانو ته د مالِک خُدائ نه راځى.


زمونږ څرمن لکه د تنور په شان ګرمه ده، د قحط د ډېر تاو نه سوزېدلې ده.


او په دې وجه مُلک غمژن دے، او د دې اوسېدونکى به مرګى حال شى. ځنګلى ځناور، مارغان تر دې چې کبان هم مړۀ کيږى.


پټى تباه شوى دى، زمکه اوچه شوه، غله تباه شوه، انګور ضائع شُو، او د زيتُونو تېل ختم شول.


اے زميدارانو غمژن اوسئ، اے د انګورو د باغ ماليانو، ژړا کوئ، د غنم او د اوربشو دپاره غمژن شئ، ځکه چې د فصل پټى تباه شوى دى.


د مقدسې روژې نيولو اعلان وکړئ، او د خلقو مقدسه اجتماع راوغواړئ. مشران او د مُلک ټول خلق د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک کور ته راوغواړئ او مالِک خُدائ ته وژاړئ.


د هغوئ په نظر کښې قومونه يره کښې دى، او د هر چا مخ د يرې نه زېړ دے.


ما د اوچ کالۍ حکم کړے دے چې په زمکه او غرونو، په غله، په نوې ميو، په زيتُونو تېلو او په هر قسمه پېداوار چې زمکه يې کوى، په انسانانو او ځناورو، او ستاسو د لاسونو په محنت دې راشى.“


کله چې ما ورته آواز وکړو، نو هغوئ نۀ اورېدلو، او نو اوس کله چې هغوئ آواز وکړى، نو زۀ به يې نۀ اورم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


چې څوک لا مړۀ شوى نۀ وُو نو په هغوئ باندې د پړسوب مرض راغلو، او خلقو خپلو معبودانو ته د مدد دپاره چغې کړې.


”سبا تقريباً په دې وخت به زۀ د بنيامين د قبيلې يو سړے تا له درولېږم، د هغۀ سر په تېلو غوړ کړه چې هغه زما د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه شى. او هغه به هغوئ د فلستيانو نه خلاص کړى. ما د خپلو خلقو تکليف ليدلے دے او د هغوئ فرياد مې اورېدلے دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan