Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 14:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 کله چې زۀ بهر مېدانونو ته لاړ شم، نو زۀ هغوئ وينم څوک چې په جنګ کښې په تُورو مړۀ شوى دى، او کۀ زۀ دننه د ښار کوڅو ته لاړ شم، نو زۀ هغه خلق ګورم چې د قحط په وجه مړۀ شوى دى. پېغمبران او اِمامان دواړه خپل کارونه جارى ساتى، خو هغوئ په دې نۀ پوهيږى چې څۀ کوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 14:18
19 Iomraidhean Croise  

ټول ښار بې‌قراره دے او د شور شرابې نه ډک دے. ستاسو مړى په تُوره نۀ دى قتل کړے شوى او نۀ په مېدانِ جنګ کښې مړۀ دى.


نو بيا پېغمبران او اِمامان هم دومره نشه دى تر دې پورې چې ډغرې وهى. هغوئ مے او شراب دومره زيات څښلى دى چې تيندکونه خورى. پېغمبران دومره زيات نشه دى چې خُدائ پاک کومه وحى نازلوى نو په هغې باندې نۀ پوهيږى او اِمامان هم دومره نشه دى چې د فېصلې ورکولو په وخت زنګيږى.


اِمامانو هم دا تپوس ونۀ کړو چې، ”مالِک خُدائ چرته دے؟“ او تر دې چې د شريعت خادِمانو هم زۀ ونۀ پېژندم، د قوم مشرانو زما خلاف سرکشى وکړه، او د هغوئ نبيانو د بعل د بُت پېغام اورولو او د بې‌کاره بُتانو پيروى او عبادت يې کولو.“


”ما دا نبيان نۀ دى لېږلى، خو هغوئ د خپل ځان نه د پېغام ورکولو دپاره په منډه شوى دى، ما د هغوئ سره خبرې نۀ دى کړې، خو هغوئ پېشګويانې وکړى.


پېغمبران د دروغو پېغامونه ورکوى، او اِمامان هم د خپلې مرضۍ حکومت کوى. او زما غوره شوے قوم هم دا سلوک خوښوى. نو تۀ ما ته دا ووايه چې هرکله دا هر څۀ ختم شى نو تاسو به څۀ کوئ؟“


د ماشومانو نه واخله تر بوډاګانو پورې هر يو د ناجائزه ګټې په لالچ کښې دى، د ‎پېغمبر نه واخله تر اِمام پورې ټول دوکه ماران دى.


بهر مېدان ته مۀ ځئ، او په کوڅو کښې مۀ ګرځئ، ځکه چې زمونږ دشمن تُوره په لاس دے، او هرې خوا ته خوف خور شوے دے.“


نو په دې وجه به زۀ د هغوئ ښځې پردو سړو ته حواله کړم او زمکه او جائيداد به يې هم نورو خلقو له ورکړم. ځکه چې د ماشومانو نه واخله تر بوډاګانو پورې هر يو د ناجائزه ګټې په لالچ کښې دى، د ‎پېغمبر نه واخله تر اِمام پورې ټول دوکه ماران دى.


وګوره، اے مالِکه خُدايه زۀ څومره زورېدلې يم او زما روح خفه دے او زړۀ مې ناسازه دے ځکه چې زۀ ډېره سرکشه وم. بهر په کوڅو کښې تُورې د بچو نه خلاصه کړم او په کور کښې دننه هم مرګ راپسې دے.


”راپاڅه، او په شپه کښې ژړا وکړه، په هره شېبه کښې د مالِک په حضور کښې د خپل زړۀ حال راڅرګند کړه. او خپل لاسونه هغۀ ته پورته کړه د خپلو ماشومانو د ژوند دپاره څوک چې د کوڅو په هر ګوټ کښې د لوږى نه مړۀ کيږى.“


هغوئ څوک چې په تُوره مړۀ شوى وُو د هغه چا نه ښۀ وُو چې د قحط نه مړۀ شوى وُو. او د پټى نه د فصل د نشتوالى په وجه هغوئ د لوږو نه مړۀ شول.


”د ښار نه بهر جنګونه او په ښار کښې دننه قحط او وباګانې روانې دى، څوک چې د ښار د دېوالونو نه بهر دى هغوئ به د دشمن په تُورو باندې مړۀ شى. او هغه څوک چې د ښار دننه دى د قحط او د وباګانو په وجه به مړۀ شى.


”ما په هر ښار لوږه راوسته او په هر کلى مې قحط راوستو. خو بيا هم تاسو ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.


د دې حکمرانان په رشوت اخستو عدالت کوى، د دې اِمامان په پېسو تعليم ورکوى، او د دې پېغمبران په پېسو پېشګوئې کوى، او په مالِک خُدائ د باور کولو دعوىٰ کوى خو په حقيقت کښې په هغۀ باور نۀ کوى، او داسې وائى چې، ”آيا مالِک خُدائ زمونږ په مينځ کښې نۀ دے؟ په مونږ به هيڅ افت رانۀ شى.“


مالِک خُدائ به تاسو او ستاسو بادشاه يو پردى مُلک ته بوځى، هلته به مخکښې هيڅکله نۀ تاسو او نۀ ستاسو پلار نيکۀ اوسېدلى وى، هلته به تاسو د داسې معبودانو خِدمت کوئ چې د لرګى او کاڼى نه جوړ وى.


مالِک خُدائ به تاسو په ټولو قومونو کښې د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به تاسو د هغه معبودانو خِدمت کوئ چې د لرګى او کاڼو نه جوړ وى، د هغه بُتانو چې د دې نه مخکښې نۀ تاسو او نۀ ستاسو پلار نيکۀ د هغې عبادت کړے وى.


او په خپل لالچ کښې به هغوئ د دروغو په قيصو ستاسو نه ناجائزه ګټې واخلى. د هغوئ په خلاف د سزا حکم د ډېر مخکښې نه شوے دے او د هغوئ تباهى رانزدې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan