Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 14:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”يرمياه هغوئ ته دا ووايه، زما د سترګو نه شپه او ورځ اوښکې بهيږى، زما ژړا نۀ ودريږى، ځکه چې زما قوم چې په ما لکه د لور په شان ګران دے سخت زخمى شوے دے او زيات ژوبل شوے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 14:17
20 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ په دې حقله فرمائيلى دى چې، پېغله لور صيون تا پورې خاندى او تا ته سپک ګورى.


د اوښکو سېلابونه مې د سترګو نه بهيږى ځکه چې ستا په شريعت باندې عمل نۀ کيږى


خپل عذاب دې ما نه اخوا کړه ډېر کړېدلے يم، زۀ ستا د لاس په وهلو ډېر ضعيفه شوے يم.


دا د مالِک خُدائ کلام دے چې د هغۀ خلاف يې ووئيلو، صيون لور تا ته سپک ګورى او درپورې خندا کوى، پېغله صيون لور د خندا نه سر خوځوى چې کله تاسو تښتئ.


واى واى، تباه شوم، زما زخمونه سخت دى، زما بيمارى د رغېدو نه بهر ده، چې ضرور دا برداشت کړم.


کۀ تاسو اوس هم غوږ ونۀ نيسئ، نو زۀ به ستاسو د غرور په وجه پټ پټ وژاړم. زما سترګې به ترخه ژړا وکړى او ډکې به شى او اوښکې به ترې بهيږى. ځکه چې دشمن به د مالِک خُدائ قوم لکه د يوې رمې په شان راګېر کړى او قېدولو له به يې بوځى.


”نو په دې وجه مالِک خُدائ فرمائى چې، د نورو قومونو د خلقو نه دا تپوس وکړه چې کله هم هغوئ د داسې کار په حقله اورېدلى دى. بنى اِسرائيل دې د پاکې پېغلې په شان وى، خو هغې ډېر بد کار وکړو.


نو بيا ما ووئيل چې خوشحالى زما نه لاړه او زما د خفګان علاج نشته، او دننه زړۀ مې بې‌هوشه دے.


زۀ د خپلو خلقو د دردونو سره دردمند شوم. او په پرېشانۍ کښې راګېر شوم.


”کاش چې زما سر د اوبو چينه وے، او زما سترګې د اوښکو چينې وے، ترڅو چې ما شپه او ورځ د خپلو خلقو په قتلولو ژړا انګولا کولے.


لاړ شئ او هغوئ زر راولئ چې په مونږ باندې دومره ژړا او سندرې ووائى ترڅو زمونږ سترګې د اوښکو نه ډکې شى، او زمونږ د بڼو نه اوښکې روانې شى.“


زما سترګې د خفګان نه په ژړا ستړې شوې دى. زما زړۀ د غم نه نا آرامه دے. زما زړۀ د خفګان نه چاؤدلے دے، په دې وجه چې زما خلق تباه شوى دى ځکه چې د پيو او واړۀ ماشومان بې‌هوشه دى او د ښار په سړکونو دپاسه مړاوى کيږى.


زۀ ستا په حقله څۀ ووايم، او د چا سره دې برابره کړمه؟ اے يروشلم لورې، تا د څۀ سره مقايسه کړمه چې تا ته تسلى درکړمه؟ اے صيون پېغلې لورې، د سمندر د ژوروالى په اندازه ستا تباهى ده، څوک به تا ته شفا درکړى؟


مالِک ته په زوره چغې ووهه، اے د نيازبين صيون لور دېوالونو، د اوښکو نِهرونه دې لکه د سېلاب په شان وبهيږى، په شپه او ورځ کښې دې وبهيږى. خپل ځان ته آرام مۀ ورکوه او په سترګو دې ژړا مۀ بندوه.


”پېغله بنى اِسرائيل راغورزېدله ده، بيا به هيڅکله دوباره نۀ راپاڅى. هغه په خپله زمکه يواځې راغورزېدلې ده چې هيڅوک به يې دوباره ونۀ دروى.“


نو بيا ستاسو د ګناهونو په وجه ما ستاسو تباه کول، او ورانول شروع کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan