Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 14:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 کومو خلقو ته چې هغوئ دا پېشګويانې کوى نو د هغوئ لاشونه به د يروشلم په لارو کوڅو کښې د جنګ او قحط په وجه وغورزولے شى. څوک به نۀ وى چې هغوئ او د هغوئ ښځې، زامن، لوڼه ښخ کړى. او زۀ به په هغوئ هغه افت نازل کړم د کوم چې لائق دى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 14:16
23 Iomraidhean Croise  

نو په دې وجه دوئ به د خپل چال چلن ترخه مېوه وخورى او په خپلو منصوبو به ماړۀ شى.


ستا خلق د کمزورۍ د وجې نه په هره کوڅه کښې غورزيږى، هغوئ بې‌مددګاره لکه د هوسۍ په شان په جال کښې انښتى دى. او د مالِک خُدائ غضب په هغوئ نازل دے او خُدائ پاک هغوئ رټلى دى.


د قوم مشرانو خلق بې‌لارې کړى دى او د تباهۍ په طرف يې روان کړى دى.


چې هغوئ به د سختو بيمارو نه مړۀ شى. او په هغوئ به هيڅ څوک ژړا ونۀ کړى او نۀ به يې ښخ کړى، او د هغوئ لاشونه به په زمکه لکه د سوټو په شان خوارۀ وارۀ پراتۀ وى. او هغوئ به په جنګ او قحط مړۀ شى، او د هغوئ لاشونه به د ټپوسانو، او د ځنګلى ځناورو خوراک شى.


خو اے مالِکه خُدايه، اوس پرېږده چې د هغوئ بچى د لوږې نه مړۀ شى، پرېږده چې هغوئ په تُوره قتل کړے شى. د هغوئ ښځې دې بورې او کونډې شى، پرېږده چې د هغوئ بوډاګان سړى په وبا مړۀ شى، پرېږده چې د هغوئ ځوانان په جنګ مړۀ شى.


ترڅو چې ستا خبره ده فشحوره، تۀ او ستا مکمل خاندان به هم ونيولے شى او بابل ته به بوتلے شى. هلته به تاسو او ستا هغه ټول دوستان مړۀ او ښخ شى چا ته به چې تا په دروغو پېشګوئې کوله چې هيڅ پرواه مۀ کوئ خير به شى.“


مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې، هغوئ ما نۀ دى درلېږلى. هغوئ زما په نوم د دروغو نبوت کوى. نو ځکه زۀ به تاسو د خپل مُلک نه وشړم، نو تاسو او هغه نبيان دواړه به هلاک شئ.“


اے يهوداه، ستا خپل چال چلن دا مصيبت په تا نازل کړے دے. دا ستا سزا ده. او دا څومره ترخه ده. او دا څومره زړۀ سورے کوونکې ده.“


پېغمبران د دروغو پېغامونه ورکوى، او اِمامان هم د خپلې مرضۍ حکومت کوى. او زما غوره شوے قوم هم دا سلوک خوښوى. نو تۀ ما ته دا ووايه چې هرکله دا هر څۀ ختم شى نو تاسو به څۀ کوئ؟“


نو د هغوئ لاشونه به د هوا مارغانو او د ځنګلى ځناورو خوراک شى او داسې څوک به ژوندى نۀ وى چې دا ترې نه وشړى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په هغه وخت کښې به دشمن د بادشاهانو او د يهوداه د آفسرانو، د اِمامانو او د پېغمبرانو او د يروشلم د نورو خلقو هډُوکى د قبرونو نه بهر راوباسى،


او د زمکې په مخ به يې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به د هغه چا په وړاندې يعنې د نمر، سپوږمۍ او ستورو مخې ته پراتۀ وى د چا چې هغوئ عبادت کولو، ځکه چې هغوئ د دې څيزونو خِدمت کولو، او دې پسې روان وُو، او دې ته يې سجده کوله. د هغوئ هډُوکى به دوباره په خپلو کښې رايوځائ نۀ شى او نۀ به ښخ کړے شى بلکې د ډيران په شان به پراتۀ وى.


اے ښځو، د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسئ، او د هغۀ د خولې هرې خبرې ته غوږ ونيسئ. خپلو لوڼو ته د سندرو او ماتم کولو تعليم ورکړئ، او يو بل ته په خپلو کښې د ماتم کولو تعليم ورکړئ.


مالِک خُدائ فرمائى، ”خلقو ته ووايه چې د مړو لاشونه به په پټو کښې لکه د ډېران د سرې پراتۀ وى، او لکه د غنمو وږې په شان د لَوګرى شا ته اخوا ديخوا پراتۀ وى دغه شان به مړى هرې خوا ته پراتۀ وى او د راټولولو به يې څوک نۀ وى.“


د مُلک پاکولو دپاره به کسان لګولے شوى وى چې هغه صفا کړى. او د هغوئ سره څۀ کسان به په ټول مُلک کښې وګرځى او نور لاشونه چې په زمکه پاتې وى چې هغه ښخ کړى. او پوره اووۀ مياشتې به هغوئ خپل لټون جارى وساتى.


نو په دې وجه مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ستا ښځې نه به د ښار کنجره جوړه شى، او ستا زامن او لوڼه به په تُوره مړۀ شى. ستا مُلک به ناپ کړے شى او تقسيم به شى، او تۀ به په خپله په يو ناپاک مُلک کښې مړ شې. او بنى اِسرائيل به د خپل مُلک نه پردى مُلک ته جلاوطن کړے شى.“


د دوئ پرواه مۀ کوئ. دا ړاندۀ لارښودونکى دى، نو کۀ چرې يو ړوند بل ړوند ته لارښودنه کوى نو دواړه به په کنده کښې وغورزيږى.“


بيا ما د خُدائ پاک د کور نه يو اوچت آواز واورېدو چې هغه اووۀ فرښتو ته يې وئيل چې، ”لاړې شئ او د خُدائ پاک د قهر اووۀ جامونه په زمکه توئ کړئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan