Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 14:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 نو ځکه مالِک خُدائ فرمائى چې کوم پېغمبران چې زما په نوم د دروغو نبوت کوى او خلقو ته وائى چې نۀ به جنګ راځى او نۀ به قحط، چا ته چې ما پېغام نۀ دے ورکړے نو هم دوئ به زۀ په جنګ او قحط باندې هلاک کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 14:15
26 Iomraidhean Croise  

ميکاياه ورته وفرمائيل، ”تا ته به پته ولګى چې کله تۀ د پټېدو دپاره يوې شاتنۍ کوټې ته لاړ شې.“


ترڅو چې ستا خبره ده فشحوره، تۀ او ستا مکمل خاندان به هم ونيولے شى او بابل ته به بوتلے شى. هلته به تاسو او ستا هغه ټول دوستان مړۀ او ښخ شى چا ته به چې تا په دروغو پېشګوئې کوله چې هيڅ پرواه مۀ کوئ خير به شى.“


نو ځکه زۀ د هغه پېغمبرانو خِلاف يم څوک چې د يو بل نه خبرې نقل کوى او بيا خلقو ته وائى چې دا کلام زما د طرفه دے.“


مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې، هغوئ ما نۀ دى درلېږلى. هغوئ زما په نوم د دروغو نبوت کوى. نو ځکه زۀ به تاسو د خپل مُلک نه وشړم، نو تاسو او هغه نبيان دواړه به هلاک شئ.“


آيا هغوئ په خپل دې پليت عمل شرمېدل څۀ؟ نه، هغوئ بلکل شرم نۀ لرلو، هغوئ په دې هم نۀ پوهيږى چې شرم څۀ ته وائى. دوئ به د تباه شوو په مينځ کښې حساب شى. زۀ به دوئ هم ختم کړم کله چې زۀ هغوئ ته سزا ورکوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.


آيا هغوئ په خپل دې پليت عمل شرمېدل څۀ؟ نه، هغوئ بلکل شرم نۀ لرلو، هغوئ په دې هم نۀ پوهيږى چې شرم څۀ ته وائى. دوئ به د تباه شوو په مينځ کښې حساب شى. زۀ به دوئ هم ختم کړم کله چې زۀ هغوئ له سزا ورکوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.


”زۀ به د دوئ پوره فصل تباه کړم. د انګورو په بوټى کښې به يوه دانه هم پاتې نۀ شى، او نۀ به اينځر د اينځر په ونه کښې وليدلے شى، د دوئ پاڼې به اوچې شى. او هر څۀ چې ما دوئ له ورکړى دى هغه به ترې نه واپس واخلم.


ما خپلو عاشقانو ته آواز وکړو خو هغوئ ما له دوکه راکړه. کله چې اِمامانو او مشرانو د خپلو ځانونو ژوندى ساتلو دپاره خوراک لټولو نو هغوئ په ښاريه کښې مړۀ شول.


وګوره، اے مالِکه خُدايه، او غور وکړه. تا داسې د چا سره کړى دى؟ ولې ميندې دې خپل ماشومان خورى چې هغوئ زيږولى دى؟ ولې اِمامان او پېغمبران دې د مالِک په مقدس کور کښې قتل کړے شى؟


زۀ به هغه دېوال راوغورزوم کوم چې تاسو چونه کړے دے او هغه به زۀ د زمکې سره هوار کړم او د هغۀ بنياد به څرګند کړم. کله چې هغه راغورزيږى نو تاسو به هم په کښې تباه شئ، نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.


نو زۀ به خپل غضب په دېوال او په هغوئ سوړ کړم چا چې دېوال چونه کړے وو. نو زۀ به تاسو ته وايم چې، دېوال او هغه کسان دواړه فنا شو چا چې چونه کړے وو.


زما لاس به د هغه نبيانو په خلاف وى څوک چې د دروغو روياګانې ګورى او د دروغو پالونه نيسى. هغوئ به زما د خلقو په ټولګى کښې شريک نۀ شى او نۀ به د بنى اِسرائيلو د قوم په فهرستونو کښې درج شى، او نۀ به هغوئ د اِسرائيل په مُلک کښې داخل شى. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.


هغوئ دواړو ته به د خپلې ګناه سزا مِلاو شى، پېغمبر ته او هم هغه چا ته چې پېغمبر ته د هدايت حاصلولو دپاره راځى.


او کۀ هغه نبى په پېشګويۍ ورکولو کښې دوکه شى او دروغ ووائى نو ما مالِک خُدائ هغه نبى له دوکه ورکړه، او زۀ به خپل لاس د هغۀ خلاف وراوږد کړم او هغه به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو نه نيست و نابود کړم.


خو کۀ محافظ دشمن وګورى چې راروان دے او بيګل ونۀ غږوى چې خلقو له خبردارے ورکړى او دشمن راشى او کۀ د يو سړى ژوند ختم کړى، نو هغه سړے خو به د خپلې ګناه په وجه مړ شى، خو زۀ به محافظ د هغۀ د مرګ ذمه وار وګرځوم.


نو په دې وجه مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ستا ښځې نه به د ښار کنجره جوړه شى، او ستا زامن او لوڼه به په تُوره مړۀ شى. ستا مُلک به ناپ کړے شى او تقسيم به شى، او تۀ به په خپله په يو ناپاک مُلک کښې مړ شې. او بنى اِسرائيل به د خپل مُلک نه پردى مُلک ته جلاوطن کړے شى.“


مالِک خُدائ دا فرمائى چې، هغه پېغمبران چې څوک زما خلق بې‌لارې کوى، کۀ څوک په هغوئ څۀ وخورى نو هغوئ د امن اعلان کوى، خو کۀ هغه دا نۀ شى کولے، نو دوئ د هغۀ خلاف د جنګ کولو تيارے کوى.


خو چې کله ما حُکم نۀ وى ورکړے او يو پېغمبر دا جرأت وکړى چې زما په نوم پېغام ورکړى، نو خامخا به وژلے شى او هغه پېغمبر به هم وژلے شى چې د نورو معبودانو په نوم خبرې کوى.


او هغه بلا ګرفتار کړے شوه او دغسې هغه دروغژن نبى هم چې يې د هغې دپاره معجزې ښکاره کولې او هغه څوک يې دوکه کول په چا چې د بلا نښه وه او د هغۀ بُت ته يې سجده کړې وه. دغه دواړه ژوندى هغه درياب ته وغورزولے شول چې د ګوګړو شُغلې ترېنه ختلې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan