11 مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”نور د دې قوم د خير دپاره ما ته سوال مۀ کوه.
اوس، تۀ ما مۀ منعې کوه. زۀ هغوئ ته په قهر يم او هغوئ تباه کوم. بيا به زۀ تا او ستا د اولاد نه يو لوئ قوم جوړ کړم.“
اے يرمياه، تۀ د دې خلقو دپاره نۀ ما ته دُعا او نۀ مِنت زارى وکړې، ځکه چې زۀ به دوئ ته په هغه وخت کښې چې کله په تکليف کښې وى غوږ نۀ نيسم.
بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ چرې موسىٰ او سموئيل هم دلته ودرېدلى وے او ما ته يې د دې خلقو په حقله مِنت زارى کړے وے، نو زما زړۀ به دوئ ته مائل شوے نۀ وو. هغوئ زما د حضور نه وشړه، او پرېږده چې ځى.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے يرمياه، دې قوم ته نوره دُعا مۀ کوه. او د هغوئ دپاره ما ته سوال او فرياد مۀ کوه، ما ته د هغوئ سره د مدد کولو سفارش مۀ کوه، ځکه چې زۀ به ستا خبره نۀ اورم.
کۀ تاسو خپل ورور يا خور په داسې ګناه کولو ووينئ چې اَنجام يې مرګ نۀ وى، نو د هغوئ دپاره د خُدائ پاک نه دُعا وغواړئ او هغه به ورله ژوندون ورکړى. خو داسې ګناه هم شته چې اَنجام يې مرګ وى او زۀ دا نۀ وايم چې تاسو دې د هغوئ په حقله دُعا وغواړئ.