9 ”لکه څنګه چې دا لنګ سخا شوے دے دغه رنګ به زۀ د يهوداه او د يروشلم لوئ غرور سخا کړم.
غرور انسان د تباهۍ طرف ته بوځى، او د راپرېوتلو نه وړاندې تکبر راځى.
مونږ د موآب د غرور په حقله اورېدلى دى. هغوئ مغروره، کبرژن، خود غرضه او سپين سترګې دى. خو د هغوئ لاپې عبث دى.
خو دا د مالِک خُدائ ربُ الافواج منصوبه وه چې هغه به ټول د شان او شوکت والا خلق سپک کړى، او عزتمند کسان به وشرموى.
نو د مالِک خُدائ کلام بيا په ما نازل شو چې،
زۀ يروشلم او د يهوداه ټولو ښارونو او د هغوئ بادشاهانو او مشرانو له لاړم او هغوئ ټولو د غضب د پيالۍ نه وڅښل. د هغه وخت نه تر اوسه پورې، دا مُلک تباه شو، او د هغوئ دپاره د يرې او دهشت، ټوقو مسخرو شو او خلقو د هغوئ په نومونو لعنت وئيلو.
مونږ د موآب د کبر په حقله واورېدل، ځکه چې د هغۀ بېحده کبر او سوچ، د هغۀ کبر او غرور او د هغۀ د زړۀ د خود غرضۍ نه خبر يُو.
هغوئ کبرژن وُو او حرام کارونه يې زما په وړاندې وکړل. نو په دې وجه ما هغوئ لرې کړل لکه څنګه چې تاسو وليدل.
د خپلې مغرورتيا په ورځو کښې تا خپلې خور سدوم پورې خندا کوله.
زۀ به ستاسو غرور مات کړم، باران به نۀ وريږى او ستاسو زمکه به اوچه شى او د کاڼى په شان به سخته شى.
اګر کۀ تباه کوونکو هغوئ تباه کړى دى او د هغوئ د انګورو باغونه يې وران ويجاړ کړى دى خو مالِک خُدائ به د يهوداه شان او شوکت بيا قائم کړى لکه د اِسرائيل د شان او شوکت په شان.
په هغه ورځ به تاسو د هغه ټولو خراب کارونو په وجه چې تاسو ما سره کړى دى ونۀ شرمېږئ، ځکه چې زۀ به د دې ښار نه هغه خلق لرې کړم چې په خپل غرور خوشحالۍ کوى. تۀ به بيا کله زما په مقدس غر غرور ونۀ کړې.
زۀ تاسو ته وايم چې هم دا سړے د هغه اولنى سړى نه زيات صادق کور ته واپس لاړو، ځکه هر څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت کړے شى.“
بلکې هغه په مونږ زيات فضل کوى، نو ځکه صحيفې دا فرمائى چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“
اے ځوانانو، هم دغه شان تاسو هم د مشرانو تابعدار اوسئ، بلکې د يو بل د خِدمت دپاره تاسو ټول په حليمۍ ملا وتړئ ځکه چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“