7 نو بيا زۀ لاړم او هغه ځائ نه مې راوويستو په کوم ځائ کښې چې ما لنګ پټ کړے وو، خو ومې ليدو چې دا بلکل سخا شوے وو او د هيڅ کار نۀ وو.
مونږ ټول د هغه سړى په شان يُو څوک چې ناپاک وى، او زمونږ ټول ښۀ عملونه د پليتې کپړې په شان دى. مونږ د خزان د پاڼو په شان مړاوى شُو او راپرېوځو، او زمونږ ګناهونه مونږ لکه د هوا په شان جارُو کړى.
دې بدکاره خلقو چا چې زما د کلام د اورېدو نه اِنکار وکړو، او د خپلو سرکشه زړونو يې ومنل او د نورو معبودانو عبادت او خِدمت يې شروع کړو، نو د هغوئ حالت به د دې سخا شوے لنګ په شان وى چې د هيڅ کار نۀ وى.
څۀ موده وروستو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د فرات سيند ته لاړ شه او هغه لنګ بيا راواخله کوم چې ما درته فرمائيلى وُو چې هلته يې پټ کړه.“
نو د مالِک خُدائ کلام بيا په ما نازل شو چې،
ټول اوړېدلى دى، او ټول بېکاره شوى دى. يو هم نيک کار نۀ کوى، يو کس هم نشته.
اول خو هغه ستا دپاره بېکاره وو، خو اوس هغه ستا او زما دواړو د کار دے.