6 څۀ موده وروستو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د فرات سيند ته لاړ شه او هغه لنګ بيا راواخله کوم چې ما درته فرمائيلى وُو چې هلته يې پټ کړه.“
نو د مالِک خُدائ د هدايت په مطابق زۀ لاړم او لنګ مې هلته پټ کړو.
نو بيا زۀ لاړم او هغه ځائ نه مې راوويستو په کوم ځائ کښې چې ما لنګ پټ کړے وو، خو ومې ليدو چې دا بلکل سخا شوے وو او د هيڅ کار نۀ وو.
کله چې ما بره وکتل، د وزرو والا د مخلوق د سر دپاسه په آسمان کښې ما نيلم کاڼے وليدو چې لکه د تخت په شان ښکارېدو.
دا د تورې تيارې او غم ورځ ده، د ګڼو وريځو او تورو تيارو يوه ورځ ده. لکه څنګه چې د سحر رڼا په غرونو راخوريږى داسې يو لوئ او طاقتور لښکر راروان دے، چې داسې به نۀ پخوا چا ليدلے وى او نۀ به په راتلونکى وخت کښې کله راشى.
او هغوئ بد بد وسوزېدل خو هغوئ د خُدائ پاک په نوم کُفر ووئيلو، چا سره چې د دې افتونو د نازلولو اختيار دے، خو هغوئ د توبه ويستلو نه اِنکارى شول او نۀ يې د هغۀ ثنا ووئيله.