يرمياه 13:21 - Pakistani Yousafzai Pashto21 تۀ به په هغه ورځ څۀ وائې کله چې مالِک خُدائ په تا هغه خلق حکمرانان مقرر کړى کوم خلق چې تا خپله ډله جوړه کړې وه؟ لکه څنګه چې د ښځې د ماشوم د پېدا کېدو وخت وى نو تۀ به په دغه شان تکليف کښې شې. Faic an caibideil |
څومره ښځې چې په دې شاهى محل کښې ژوندۍ پاتې وى نو هغوئ به فوجيان د بابليانو آفسرانو ته ستاسو نه بوځى. نو بيا به د تلو په وخت دا ښځې تاسو ته داسې پېغور درکوى او درته به وائى چې، ”ستاسو څومره ښۀ دوستان وُو، ټولو تاسو سره دوکه وکړه او بېلارې يې کړئ. او کله چې ستا پښه په دلدل کښې کېښودے شوه نو بيا يې تۀ خپل نصيب ته پرېښودلې.“