Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 13:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 خپلې سترګې اوچتې کړه او هغه فوج وګوره چې د شمال د خوا نه راروان دے. ستا هغه ښکلې رَمې اوس چرته دى چې ما تا ته سپارلې وې؟ ستا هغه ګډان چرته دى چې تا به پرې فخر کولو؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 13:20
14 Iomraidhean Croise  

په ګڼو خلقو د بادشاه عزت جوړ وى، او د خلقو نشتوالے د شهزاده تباهى ده.


نو مالِک خُدائ ما ته بيا وفرمائيل چې، ”دغه شان به په دې مُلک او څوک چې په کښې اوسيږى په هغوئ به د شمال نه د جنوب طرف ته افت راښکته شى،


نو وګورئ، زۀ قومونه د شمال د بادشاهتونو نه راغونډوم. د دُنيا بادشاهان به يروشلم او د يهوداه په ټولو ښارونو حمله وکړى او هغوئ به خپل تختونه د يروشلم د ښار په دروازه کښې قائم کړى.


غوږ ونيسئ، د شمال د خوا نه د غټ لښکر د راتلو يروونکے شور اورېدے کيږى. د يهوداه ښارونه به تباه او برباد شى او د ګيدړانو غار به ترې نه جوړ شى.


کۀ تاسو اوس هم غوږ ونۀ نيسئ، نو زۀ به ستاسو د غرور په وجه پټ پټ وژاړم. زما سترګې به ترخه ژړا وکړى او ډکې به شى او اوښکې به ترې بهيږى. ځکه چې دشمن به د مالِک خُدائ قوم لکه د يوې رمې په شان راګېر کړى او قېدولو له به يې بوځى.


نو ځکه مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، دې شپونکو ته فرمائى چې، ”تاسو زما رمې خورې ورې کړې او د خپل ځان نه مو لرې شړلې دى او د هغوئ مو ښۀ خيال نۀ دے ساتلے، زۀ به تاسو له د دې بد کار سزا درکړم، مالِک خُدائ فرمائى.


د مالِک خُدائ د يروونکى قهر په وجه به د آرام ځايونه خراب شى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”د شمال د مُلک د خوا نه فوج راروان دے، او ستاسو خلاف يو لوئ او تکړه قوم د لرې نه د جنګ کولو په نيت راپاڅېدلے دے.


زۀ بابليان راوچتوم، چې ظالمان او بې‌رحمه خلق دى. هغوئ په ټوله دُنيا کښې په مخه روان دى چې هغه ځايونه قبضه کړى چې د دوئ نۀ دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan