Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 13:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 نو بيا تۀ هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى زۀ به د دې مُلک په ټولو خلقو او د داؤد په نسل، په بادشاهانو، او اِمامانو، پېغمبرانو دومره مے وڅښم چې ښۀ نشه شى او په هر هغه چا چې په يروشلم کښې اوسيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 13:13
14 Iomraidhean Croise  

تا خپلو خلقو ته ډيرې سختې ښودلى دى، مے دې مونږ ته راکړل او ډغرې مو وخوړلې.


د مالِک خُدائ په لاس کښې پيالۍ ده، چې د هغۀ د غضب د ترخو ميو نه ډکه ده، هغه يې توئيوى چې د دُنيا ټول بدعمله خلق يې تر آخره پورې وڅښى.


حېران شئ او اريان دريان شئ. ځان نه ړاندۀ جوړ کړئ او ړاندۀ شئ. نشه شئ خو په ميو نه، زنګېږئ خو په شرابو نه.


چا چې په تا ظلم کړے دے زۀ به په هغوئ باندې د هغوئ خپله غوښه وخوروم، هغوئ به د خپلې وينې په څښلو سره د ميو په شان په نشه کښې وى. نو داسې به بيا ټولو انسانانو ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ هغه ذات يم څوک چې تاسو بچ کوى او تاسو آزادوى او د بنى اِسرائيلو طاقتور ذات يم.“


ويښ شه. ويښ شه. پاڅه ودرېږه اے يروشلمه. تا د مالِک خُدائ د لاس نه هغه جام څښلے دے کوم چې د هغۀ د غصې نه ډک وو، دا جام تا تر آخرى قطرې پورې وڅښلو کوم چې د نشه ورو شرابو نه ډک وو.


اے تاسو چې په مصيبت کښې ګېر يئ واورئ، څوک چې په نشه کښې يئ خو د ميو له وجې نه نه.


ما په خپله غصه کښې قومونه چخڼى او نشه کړل او د هغوئ وينه مې په زمکه توئ کړه.“


نو هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، ”ستا د ميو ټولې چاټۍ دې د ميو نه ډکې شى. او بيا دوئ جواب ور کړو چې، بې‌شکه، هره يوه چاټۍ به د ميو نه ډکه شى.


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”اوس هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، تاسو وڅښئ چې نشه شئ او اولټۍ وکړئ، او چې راوغورزېږئ چې بيا هيڅکله راپورته نۀ شئ ځکه چې زۀ به په تاسو جنګ راولم.


ګورئ چې ما د تباهۍ کار په يروشلم کښې شروع کړلو کوم ښار چې زما په نوم ياديږى. نو ولې تاسو به د سزا نه خلاص شئ څۀ؟ تاسو به بې‌سزا پاتې نۀ شئ، ځکه چې زۀ په ټوله زمکه کښې او د هغوئ په ټولو اوسېدونکو باندې جنګ راولم، مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى.


زۀ به د هغۀ مشران او پوهان نشه کړم، د هغۀ حکمرانان، آفسران، او فوجيان به هم نشه کړم. هغوئ به د تل دپاره اودۀ شى او بيا به نۀ راپاڅى، دا د بادشاه فرمان دے د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“


بابل د مالِک خُدائ په لاس کښې د سرو زرو پياله وه، هغه پيالۍ چې ټوله زمکه يې نشه کړه. قومونو د هغۀ شراب وڅښل نو په دې وجه هغوئ اوس مست شول.


خو تۀ به زر د جلال په ځائ د شرم سره مخ شې. اوس ستا وار دے، وڅښه او ناسنته ځان لغړ کړه. د مالِک خُدائ د ښى لاس نه جام تا ته راروان دے، او سپکاوے به ستا جلال ختم کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan