1 مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د خپل ځان دپاره د کتان لنګ واخله او د ملا نه يې تاؤ کړه خو چې په اوبو کښې درنه لوند نۀ شى.“
نو بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما خِدمت کوونکے يشعياه درې کاله بربنډ او بغېر د څپلو نه ګرځېدلے دے. دا د هغې نښه ده چې په مِصر او ايتهوپيا باندې به څۀ کيږى.
لکه څنګه چې لنګ د انسان د ملا نه کلک تاو وى، نو دغه شان ما د اِسرائيل او د يهوداه خلق خپل ځان سره وتړل چې دوئ زما د نوم د شُهرت، تعريف او عزت باعث وى. خو هغوئ زما تابعدارى ونۀ کړه.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده.
”لاندې د کُلال کور ته لاړ شه، نو هلته به زۀ تا له خپل پېغام درکړم.“
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د کُلال نه يو د خټو منګے په بيعه واخله. او ځان سره د خلقو يو څو مشران او لوئ اِمامان بوځه.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د خپل ځان دپاره جغ جوړ کړه او د څرمنې په تسمو سره يې په خپله غاړه کښې واچوه.“
”کله چې د يهوداه خلق درته ګورى، نو دلته په تحفنحيس کښې يو څو غټ کاڼى راواخله او د فِرعون د محل په دروازه کښې يې د فرش لاندې ښخ کړه.
هغه مونږ له راغلو، او د پولوس ملابند يې واخستو او په دې يې خپل لاس او پښې وتړل او وې وئيل چې، ”روحُ القُدس دا وائى چې په يروشلم کښې به يهوديان په دې طريقه د دې ملابند مالِک وتړى او هغه به غېريهوديانو ته په حواله کړى.“
په تېره زمانه کښې خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ ته ډېر ځله په مختلفو طريقو د نبيانو په وسيله خبرې وکړې.