Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 12:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 زما غوره شوے قوم لکه د ځنګل د زمرى په شان ما ته وغړمبېدو، نو په دې وجه زۀ د هغوئ نه نفرت کوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 12:8
8 Iomraidhean Croise  

مونږ د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے دے او د هغۀ مو اِنکار کړے دے، مونږ خپل خُدائ پاک ته شا کړې ده. زمونږ خبرې د ظلم او بغاوت نه ډکې دى. مونږ به دروغ جوړول او بيا به مو دغه دروغ په عمل کښې راوستل.


هغوئ د غړمبېدونکو زمرو په شان په دوئ باندې حمله وکړه، او د دوئ د زمکې نه يې صحرا جوړه کړه، او ښارونه يې ورته وسوزول او د اوسېدو نه يې وويستل.


د بابل ټول خلق به لکه د زمرو په شان شور کوى. او هغه به لکه د زمرو د ورکوټو بچو په شان غريږى.


کله چې هغې په ښکاره توګه خپل کنجرتوب شروع کړو او خپل ځان يې ټولو ته لغړ کړو، زۀ د هغې نه بېزاره شوم او خپل مخ مې ترې نه واړولو لکه څنګه چې ما د هغې د خور نه اړولے وو.


مالِک خُدائ فرمائى، ”د هغوئ ټول بد عملونه په جِلجال کښې شروع شول. نو هلته مې د هغوئ نه نفرت شروع کړو او د هغوئ د بدعملۍ په وجه به زۀ هغوئ د خپل مُلک نه وشړم. زۀ به د هغوئ سره نوره مينه نۀ کوم، د هغوئ ټول آفسران سرکشه دى.


قادر مطلق خُدائ په خپل ذات قسم کړے دے. مالِک خُدائ، ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ د يعقوب د غرور نه کرکه کوم، او د هغۀ مضبوطو قلعه ګانو نه نفرت کوم. زۀ به ښار او په دې کښې چې هر څۀ دى دشمن ته حواله کړم.“


تر ننه پورې زما خلق لکه د دشمن غوندې زما خلاف راپاڅى. تاسو د هغوئ د اوږو نه قيمتى چُوغه وباسئ څوک چې په تاسو باور کوى، او لکه د هغه سړو په شان يې بربنډه‌وئ لکه څوک چې د جنګ نه راواپس شى.


په يوه مياشت کښې ما د قوم د درې شپونکو نه ځان خلاص کړو. خو ګډو ما نه نفرت وکړو، او زۀ د هغوئ نه تنګ شوم


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan