اے مالِکه خُدايه، تا خپل خلق، د يعقوب اولاد رد کړے دے. ځکه چې هغوئ خپل مُلک د نمرخاتۀ د طرف د جادوګرۍ نه ډک کړے دے. د فلستيانو په شان هغوئ هم فالګرو له ځى او د بل مُلک خلقو سره غاړه غټۍ اوسيږى.
ستاسو د خپلې ګناه په وجه به هغه مُلک ستاسو د لاس نه ووځى کوم چې ما تاسو ته په ميراث کښې درکړے دے. زۀ به تاسو په هغه مُلکونو کښې چې تاسو يې نۀ پېژنئ دشمنانو ته د غلام په شکل حواله کړم. ځکه چې تاسو زما د غصې اور بل کړے دے او هغه به تل بليږى.“
”يرمياه، کله چې د دې خلقو نه عام کس يا پېغمبر يا اِمام ستا نه تپوس وکړى چې، تا سره د مالِک خُدائ نه کوم دروند پيټے شته څۀ؟ نو تۀ په جواب کښې ورته ووايه، نو هغه دروند پيټے هم تۀ يې، مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا وغورزوم.