Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 12:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 دا زمکه به تر کومې پورې ماتم کوى او په پټو کښې به يې ګياه اوچيږى؟ څوک چې په دې مُلک کښې اوسيږى نو د هغوئ د بدعملۍ په وجه مارغان او ځناور تباه شوى دى، او هم په دې وجه خلق دا وائى چې، ”خُدائ به هم حيران وى چې مونږ سره به څۀ کيږى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 12:4
22 Iomraidhean Croise  

زرخيزه زمکه يې په مالګينه زمکه بدله کړه، د هغوئ د بدو عملونو په وجه څوک چې هلته په کښې اوسېدل.


ستا په دې کارونو زۀ چپ پاتې شوم، زۀ دې هم د خپل ځان په شان وګڼلم. خو زۀ دې اوس رټمه او په تا اِلزام لګوم،


زمکه اوچيږى او خُشکيږى، ټوله دُنيا به اوچه شى او مړاوې به شى، د دې لوئ لوئ خلق به فنا شى.


نو په دې وجه به زمکه لعنتى شى او نقصان به ورته ورسى، او چې د دې خلقو څۀ بد عمل کړے دے نو د هغې بدله ورته ملاويږى. نو په دې وجه د دُنيا خلق کم شول او ډېر لږ خلق ژوندى پاتې شول.


هغوئ د دې نه تش بيابان جوړ کړے دے او ما د خپلو خلقو د ماتم ژړا اورېدلې ده، او زما د ټول مُلک نه دشته بيابان جوړ شوے دے، او څوک يې هم پرواه نۀ کوى.


”يهوداه وير کوى، ښارونه يې لکه د اوچو شوو بوټو په شان غمژن دى، ټول خلق يې د غم په وجه په زمکه ناست دى او د يروشلم نه چغې او سورې راپورته کيږى.


دا مُلک د زناکارانو نه ډک دے، نو په دې وجه مالِک خُدائ ورباندې لعنت نازل کړے دے نو زمکه اوچه شوې ده او په للمه کښې شينکے اوچ شوے دے. نبيان په بدو لارو روان شوى دى او خپل طاقت په غلطه طريقه استعمالوى.


ما هرې خوا ته وليدل خو څوک هم راته ښکاره نۀ شو، او ټول مارغان هم تښتېدلى وُو.


نو په دې وجه به زمکه ماتم کوى، او بره آسمان به تک تور شى. ځکه چې ما دا وفرمائيل او د خپلې خبرې نه به وانۀ وړم. ما دا فېصله کړې ده دا به بدله نۀ کړم.“


دوئ وائى، ”پېغمبران هسې فضول خبرې کوى او دوئ سره د خُدائ پاک له طرف نه پېغام نشته. د کوم مصيبت نه چې مونږ يروى هغه دې په دوئ باندې په خپله راشى.“


پېغمبران د دروغو پېغامونه ورکوى، او اِمامان هم د خپلې مرضۍ حکومت کوى. او زما غوره شوے قوم هم دا سلوک خوښوى. نو تۀ ما ته دا ووايه چې هرکله دا هر څۀ ختم شى نو تاسو به څۀ کوئ؟“


نو په دې وجه قادر مطلق خُدائ فرمائى، زما د قهر او غصې اور به د دې ځائ په انسانانو، ځناورو، او د مېدان په ونو او د زمکې په فصلونو نازل کړم. او هر څۀ به وسوزى او څوک به هم دا اور نۀ شى مړ کولے.“


زۀ به د غرونو دپاره ژړا وکړم، او د بيابان د څرن په ځايونو به د غم سندرې ووايم. ځکه چې څوک هم په هغې تګ راتګ نۀ کوى، او ټول شينکے سوزېدلے او اوچ شوے دے او د رمو آوازونه په کښې نۀ اورېدلے کيږى. د هوا مارغان او ځنګلى ځناور ټول ترې نه تښتېدلى دى.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”آيا زۀ دوئ ته د دې بدو کارونو سزا ورنۀ کړم څۀ؟ آيا د داسې قوم نه بدله خپله وانۀ خلم څۀ؟


او په دې وجه مُلک غمژن دے، او د دې اوسېدونکى به مرګى حال شى. ځنګلى ځناور، مارغان تر دې چې کبان هم مړۀ کيږى.


څاروى د لوږې نه چغې وهى، د څاروو رمې اخوا ديخوا پرېشانه ګرځى ځکه چې د هغوئ دپاره شينکے نشته، تر دې چې د ګډو رمې هم په تکليف کښې دى.


هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د صيون نه غړمبيږى، او د يروشلم نه غوريږى. د شپونکو د څرن ځايونه به اوچ شى، او د کرمل د غرۀ په سر واښۀ به مړاوے شى.“


اګر کۀ د اينځرو ونه غوټۍ نۀ کوى او د انګورو په بوټو کښې انګور نشته، اګر کۀ د زيتُونو فصل ناکام شى او پټى غله نۀ پېدا کوى، اګر کۀ په شپول کښې ګډې نشته او څاروى په پنډال کښې نشته،


بيا د مالِک خُدائ فرښتې وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، تۀ به ترڅو پورې په يروشلم او د يهوداه په علاقو رحم نۀ کوې، چا ته چې تۀ د اويا کالو نه غصه يې؟“


مونږ په دې پوهه شو چې ټول کائنات تر اوسه پورې د ماشوم د زيږېدو د درد په شان زبيرګى کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan